طالبان: له ۲ زره ډېر کډوال په جبري توګه او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۳۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له دوه زره ډېر افغان کډوال له ایرانه او له سلو ډېر افغان کډوال په جبري توګه او په خپله خوښه له پاکستانه اېستل شوي دي.

دوی زیاتوي، چې په دغه اېستل شویو کډوالو کې ۲۷ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په ایران کې مېشتت ۲۶۳۹ تنه افغان کډوال (د غويي ۳مه) په جبري توګه او خپله خوښه د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۰ تنو ته رسیږي په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي دي.

بل خوا په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال مولوي سعید احمد بنوری وايي، چې د تېرو اوولس میاشتو په موده کې ۵۶۲۳۶ کورنۍ د تورخم له لارې له پاکستانه خپل هېواد ته راغلې دي.

نوموړی وايي؛ څه د پاسه ۳۹ کورنۍ په ننګرهار کې مېشتې شوي او له ۱۶ زره زیاتې کورنۍ د هېواد نورو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان او د کډوالو ملاتړو ادارو تر فشارونو وروسته هم پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلي او وايي‌؛ ټول هغه افغان کډوال له دغه هېواده باسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

نور خبرونه

رادیو