طالبان: له ۵۰۰ ډیر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کندهار د سپین بولدک له لارې نږدې سل کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه راستنې کړل شوې.

دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د شنبې په ورځ د (غوايي ۲۹مه) نېټه ۵۴۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.

د طالبانو دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې لیکلي، چې ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمیر ۵۴۰ تنو ته رسیږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې.

د کډوالو وزارت وايي، له پاکستانه په جبري توګه تازه راستنې شوې کورنۍ یې تر نوم لیکلنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د خوړو او کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندلي دي.

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیرروان ساتلی چې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په خپلې اونیزې خبري ناسته کې له اسلام اباده وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې افغان کډوال بېرته نه ستنوي.

هغه په خپلو خبرو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:« موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان وهڅوو، چې د افغانستان بد وضعیت ته په کتو سره د کډوالو د نه ستنولو مشورې ته درناوی وکړي.»

نور خبرونه

رادیو