‏د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۹۰۰ ډېر کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۹

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د (غویي په ۲۷مه او ۲۸مه) ۹۵۴ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.

د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۱۴۳ کورنۍ چې ټولټال ۷۱۰ کسان کېږي د دغې لارې راستنې شوې او د کډوالو په ریاست کې تر نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د خوړو نړۍوال پروګرام او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته وروپېژندل شوې.
‏له بل پلوه د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۴۹ کورنۍ چې ټولټال ۲۴۴ تنه کېدل په جبري توګه ستنې کړای شوې دي.
د دغه امریت په وینا، دغه ستانه شوي د کډوالو په اداره کې تر نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوالې ادارې او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندل شوې دي.
‏ خو تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په خپلې اونیزې خبري ناسته کې د افغان کډوالو پر وضعیت تم شو او له اسلام اباده یې وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې دوی بېرته نه ستنوي.
هغه په خپلو خبرو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:« موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان وهڅوو، چې د افغانستان بد وضعیت ته په کتو سره د کډوالو د نه ستنولو مشورې ته درناوی وکړي.»
تر دې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وغځوله؛ خو دغه موده هم د ختمېدو په درشل کې ده.

نور خبرونه

رادیو