فارياب کې د يوې ټرافيکي پېښې له امله څلور ښځې مړې شوې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/f1a8183ac48fb95fb7144f27bfeec4b8fe4116f2-765x1020.jpg?rect=0,186,765,430&w=1763&h=992&fit=crop&auto=format)
د فاریاب ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولان وايي، چې په یوه ټرافیکي پېښه کې د یوې ماشومې په ګډون څلور ښځې مړې شوې دي. ویل کیږي، دغه پېښه تېره شپه د دغه ولایت په نوې جوړه شوې ولسوالۍ چهلګزۍ کې شوې ده.
د طالبانو د فاریاب امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالله مرادي رسنیو ته ويلي چې پېښه د یوه مازدا موټر له سړکه د بېواکه کېدو وروسته شوې چې له امله یې درې ښځې او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ مړې شوې دي.
د مرادي په خبره، دغه پېښه د فاریاب چهلګزۍ ولسوالۍ بزقول بابوکزیو سیمه کې شوې.
خو تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې د دغه مازدا موټر چلوونکي ته زیان اوښتی او نه یې هم د قوماندانۍ ویاند عبدالله مرادي په اړه څه ویلي.
په افغانستان کې دا ډول ټرافیکي پېښې د ګاډو چټک تګ او د چلوونکو د ناپامۍ له امله رامنځته کیږي چې ډیری مهال د ولایتونو تر منځ په لویو لارو د مساپر وړونکو بسونو د ټکر په پېښو کې مرګ ژوبله اوړي.