طالبان: له ایران او پاکستانه تر ۳زرو ډېر کډوال په جبري توګه او خپله خوښه ستانه شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۷

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، یوازې له‏ ‏ایرانه تر دوو زرو زیات کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، په ايران کې مېشت ۲۶۲۱ افغان کډوال (د غویي په ۲۵مه) د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

‏د هرات د اسلام کلا د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، په ‏دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې چې ۳۸۳ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول.
د دغه امریت په خبره، په دوی کې ۳۳ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول.
د دغه وزارت په یوه بل خپور شوي خبر کې راغلي، چې تر ۳۰۰ زیات کډوال په جبري توګه له پاکستانه ستانه شوي دي.
‏دغه وزارت لیکلي، چې ۳۰۷ تنه افغان کډوال تېره ورځ (د غویي ۲۶مه) د سپین بولدک له لارې له پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شول.
‏د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۷۰ کورنۍ چې ټولټال ۳۷۰ تنه کېږي په جبري ‏توګه له پاکستانه راستنې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
خو له بل پلوه بیا وړمه اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په خپلې اونیزې خبري ناسته کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت تم شو او له اسلام اباده یې وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې دوی بېرته نه ستنوي.
هغه په خپلو خبرو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:« موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان وهڅوو، چې د افغانستان بد وضعیت ته په کتو سره د کډوالو د نه ستنولو مشورې ته درناوی وکړي.»
تر دې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وغځوله؛ خو دغه موده هم د ختمېدو په درشل کې ده.

نور خبرونه

رادیو