د طالبانو د کډوالو وزارت: ‏له پاکستانه د ۹۰۰ څخه زیات کډوال په جبري توګه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۶

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې (د غویي په ۲۵مه نېټه) ۹۵۴ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۱۰۷ کورنۍ چې ټولټال ۵۸۲ تنه کېږي ‏په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر ثبت وروسته د نورو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال پروګرام او د پناه غوښتونکو په برخه کې نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
ورته مهال د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له ‏مخې، ۷۰ کورنۍ چې ټولټال ۳۷۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې دي.
د دغه امریت په خبره، دغه کورنۍ د کډوالو له ریاست سره تر ثبت وروسته د نورو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.
وړمه اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په خپلې اونیزې خبري ناسته کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت تم شو او له اسلام اباده یې وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې دوی بېرته نه ستنوي.
هغه په خپلو خبرو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:« موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان وهڅوو، چې د افغانستان بد وضعیت ته په کتو سره د کډوالو د نه ستنولو مشورې ته درناوی وکړي.»
له هغه وړاندې بیا د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وغځوله.

نور خبرونه

رادیو