د روغتیا نړېوال سازمان: په سېلاب ځپلو سیمو کې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته اړتیا ده

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۶

د روغتیا نړېوال سازمان وايي، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ښځې او ماشومان تر ټولو زیات زیانمن شوي چې دا مهال هره مرستندویه ډله ښځینه روغتیایي کارمندانو یا ښځینه رواني ټولنیزو سلاکارانو ته اړتیا لري.

دغه سازمان وايي، یوازې په بغلان کې زرګونه کسان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
د روغتیا نړېوال سازمان په یوه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، په بغلان ولایت کې چې سېلابونو تر ټولو ډېر ځپلی، وضعیت لا هم کړکېچن بلل شوی دی.
د دغه راپور له مخې، تر ۲۴۰۰ ډېر کسان د سېلابونو له امله اغېزمن شوي او زرګونه نور هم بې ځایه شوي او خوراکي توکو، سرپناه او بیړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

د ناروغیو خپرېدل:
د روغتیا نړېوال سازمان ویلي، چې د دغه سازمان مرستندویه ډلو په تېرو ورځو کې د ساري ناروغیو ۱۰۶ پېښې د سینه بغل د سختې تنفسي ناروغۍ او ۱۱۵ پېښې په سېلاب ځپلو سیمو کې د ډیهایډریشن له امله د سخت اسهال او د بدن اوبو کموالي له امله ثبت شوې دي.
دغه سازمان سیمې ته د وبا یا کولرا ضد درملو کڅوړو په ګډون روغتیايي مرستې استولې دي.
د روغتیا نړېوال سازمان د معلوماتو له مخې، اوسمهال د دغه سازمان اته ملاتړي او څارنې ډلې د بغلان په سیلاب ځپلو ولسوالیو کې ځای پر ځای شوې دي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي، چې د بغلان په بورکه او نهرین ولسوالیو کې یې مرستندویه ډلې د لویې لارې د خرابېدو له امله اړمنو خلکو ته د رسېدو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. یاد سازمان ویلي، چې د مرستو رسولو لپاره چورلکې ته اړتیا ده.
د دغه راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان او همکارو موسسو تر اوسه پورې په بغلان او تخار ولایتونو کې له ۲۴۰۰ زیانمنو شویو کسانو سره مرسته کړې ده. دغه مرستې ۸۴۰ ښځو، ۵۵۱ نارینه، ۵۹۹ نجونو او ۴۱۰ هلکانو ته ورکړل شوې دي.
راپور زیاتوي، چې ۱۶۷۱ کسانو د لومړنیو روغتیايي خدمتونو مشورې، ۴۹۷ کسانو د روغتیا ترویج، ۹۹ کسانو د میندو، نویو زېږېدلو او ماشومانو روغتیايي خدمتونه او ۱۳۳ کسانو د رواني روغتیا خدمتونه ترلاسه کړي دي

نور خبرونه

رادیو