طالبان: له پنځه سوه ډېر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۵

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د (غويي ۲۵مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ ۵۷۳ تنه افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت لیکلي، ۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۳ تنو ته رسېږي د سپین بولدک له لارې او همدارنګه ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۰ تنو ته رسېږي د تورخم له لارې هېواد ته په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.
د طالبانو یاد وزارت وايي، د پاکستان له لوري په جبري توګه راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر ته ورپېژندلي دي.
همدارنګه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي،‌ تېره ورځ یې درې تنه هغه افغان کډوال د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور له مرکزي زندانه راخوشې کړي چې د تېرو ۱۳ ورځو راهیسې هلته بندیان وو.
د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، یاد افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستاني پولیسو له لوري بندیان شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې، پاکستاني رسنیو ویلي یوازې د مې میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې (د غويي له ۱۲مې تر ۲۱مې) څه باندې لس زره افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو