شنبه‌های ارغواني غورځنګ:هومره چې طالبان د خلکو ځپلو ته ژمن دي د مرستو وړاندې کولو کې نه دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۵

جنبش شنبه‌های ارغواني غورځنګ وایي، سره له دې چې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندوز، جوزجان او نورو ولایتونو کې له مرګونو سېلابونو یوه اونۍ تېرېږي؛ خو په دې برخه کې د طالبانو اقدام ناکامه و.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالبانو دا ثابته کړې چې یوازې هغه مهال ځان د پېښې ځای ته رسوي چې ښځې د بدخشان او ننګرهار د لاریونونو په شان اعتراض وکړي او دوی په چټکۍ سره د هغوی د ځپلو لپاره ځانونه رسوي او د معترضینو پر ربړونې او وژنې لاس پورې کوي.
دغه غورځنګ وایي، سېلابونو داسې مهال له خلکو هر څه واخیستل چې نړۍوالو سازمانونو یې لا له وړاندې په اړه خبرداری ورکړی و؛ خو طالبانو یې په اړه تابیا ونه نیوله.
دغه غورځنګ زیاته کړې، چې طالبان داسې مهال د مرستو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي چې په هرې پلمه له خلکو د عشر او زکات په نوم لوړې مالیې ترلاسه کوي.
د دغه غورځنګ په خبره، د دغو سېلابونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او په دغه ډول وضعیت کې په سیمه کې د ښځینه مرستندویانو حضور اړین دی؛ خو له بده مرغه طالبانو په کورنیو او بهرنیو بنسټونو کې د ښځینه کارکوونکو په کار بندیز لګولی، چې دا کار کولی شي مرستو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی محدود کړي.
دوی له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو له ښځو څانګې غوښتي، پر طالبانو فشار راوړي چې په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو بنسټونو کې د ښځو په کار لګول شوی بندیز لرې کړي.

نور خبرونه

رادیو