سرچینې: طالبانو د کندهار په نسايي ـ ولادي روغتون کې دوه ښځې د محرم نه لرلو له امله وهلې

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۳

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د محرم نه لرلو له امله د کندهار د ښځو په روغتون کې یوه بوډۍ ښځه او د هغې مېندواره اینګور سختې وهلې دي.

سرچينو زياته کړې، چې طالبانو له وهلو ټکولو وروسته هغوی بېرته کور ته ستنې کړي.

يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي (د غويي ٢٢مه) افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې دغه مېندواره مېرمن شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د معايناتو لپاره له خپلې خواښې سره روغتون ته تللې وه، چې د طالبانو له لوري له تاوتریخوالي سره مخامخ شول.

سرچينه وايي؛ طالبان ناروغې ښځې د محرم نه لرلو له امله سپکوي او بېرته یې خپلو کورونو ته استوي.

هغه وويل: «دلته زموږ غږ څوک نه اوري، موږ دلته هیڅوک نه لرو.»

د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وورسته، ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه له زده کړو، کار کولو او له ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو بې برخې شوې.

د ویلو ده، چې طالبانو له محرم پرته د ښځو پر سفر هم بندیز لګولی دی.

نور خبرونه

رادیو