د طالبانو د کډوالو وزارت: ‏په سلګونو کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۲

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۵۸۲ افغان کډوال (د غویي په ۲۰مه) د تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته ستانه کړل شول.
‏د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۶۷ کورنۍ چې ټولټال ۳۳۴ تنه ‏کېږي؛ په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړل شوې.

د دغه امریت په وینا، دغه کډوال د کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، ۴۸ کورنۍ چې ټولټال ۲۴۶ تنه کېږي، ‏په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې او هلته د کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړۍوال سازمان او د پناه غوښتونکو په برخه کې د نړۍوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په خپلې اونیزې خبري ناسته کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت تم شو او له اسلام اباده یې وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې د کډوالو په ستنولو کې بېړه نه کوي.
هغه په خپلو خبرو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:« موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان وهڅوو، چې د افغانستان بد وضعیت ته په کتو سره د کډوالو د نه ستنولو مشورې ته درناوی وکړي.»
همدا څو ورځې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وغځوله.

نور خبرونه

رادیو