رینا امیري: اقلیمي بدلون ناورین سره د مبارزې لپاره دې طالبان پرښځو لګېدلي بندیزونه لرې کړي
د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د اقلیمي بدلون ناورینونو سره د مبارزې لپاره، طالبان باید ټول ځواک په کار واچوي او پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
هغې په اېکس پاڼه د وروستیو سېلابونو له امله د خواشینۍ په څرګندولو سره لیکلي دي:« په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره چې د ګڼو خلکو ژوند یې اخیستی او د پام وړ زیان یې اړولی، د زړه له کومې تسلیت وایم.»
طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د سېلاب ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه.
تېره ورځ په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او ټپيان کړي او ګڼ کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي:« د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او همدا راز د ولایتونو مسوولینو ته لارښوونه کېږي، چې ژر تر ژره دې د خلکو د ژغورلو، د شهیدانو د را اېستلو او د ټپيانو د درملنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.»
خبرپاڼې له خلکو غوښتي، چې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ودانګي او هرڅه چې په توان کې لري، له سېلاب ځپلو سره دې شریک کړي.
ورته مهال د روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، فاریاب، بادغیس، هرات، غور او کندهار ولایتونو کې د سېلاب ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي:« له بنسټونو او مرستندویه سازمانونو تمه لرم؛ چې ژر تر ژره د زیانمنو شویو سره مرسته وکړي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو برابرولو لپاره دې هڅه وکړي.»