د «ستاره افغان» پوډکاسټ د مشهور امریکايي سندرغاړي جان لیجنډ په کوربهتوب خپریږي
مشهور امریکایي سندرغاړی جان لیجنډ د «ستاره افغان» په نوم د نوي پوډکاسټ کوربهتوب کوي. دا مستند فلم د ستاره افغان د مشهورو ټلویزیوني خپرونو کیسه بیانوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې په طلوع تلویزیون کې ۱۵ فصلونه خپاره شوي.
ټاکل شوې ده چې د ستاره افغان پوډکاسټ د غوايي تر ۲۸ نیټې پورې د هغو دوو شرکتونو له لارې چې دغه مستند فلمونه تولیدوي خپور شي.
په دې پوډکاسټ لړۍ کې به، جان لیجنډ له سیالانو، څارونکو، د پروډکشن ټیم له غړو او د ستاره افغان خپرونو له مینه والو سره مرکې وکړي او د ننګونو په وړاندې به یې د بري او د موسیقۍ د ځواک په اړه په زړه پورې کیسې وکړي.
ښاغلی لیجنډ اوس مهال د موسیقۍ د استعداد موندونکو خپرونه " The Voice" کې د څارونکي او روزونکي په توګه کار کوي.
هغه په یوه بیان کې وویل: «زه ډیر ژر د ستاره افغان د اتلانو او ښځو اتلانو د غمیزې، او په سختو حالاتو کې د دوی د بريو د کسیو مینه وال شوم، ستاره افغان د موسیقۍ د ځواک یو ریښتینی جشن دی او دا ښیي چې څنګه حتا په جلاوطنۍ کې، زړور ټیمونه زموږ د موسیقۍ د خوندي کولو او زموږ په ټولنو کې د خوښۍ بیرته راوستلو لپاره په چټکۍ کار کوي.»