د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډله د ۲۰ اوره او یو ورځينو لوبو لپاره لندن ته لاړه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/9e1d609629f9b85e2c4ea4cfa8a1ff235b2bb919-850x478.jpg?w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډله د انګلستان ښځينه کرېکټ لوبډلې سره د شل اوره او يو ورځينو سیالیو لپاره پرون لندن ته رسېدلې ده. دواړه لوبډلې به درې شل اوره او درې يو ورځنۍ لوبې سره وکړي.
د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې د ندا ډار په مشرۍ ۱۷ کسيزه لوبډله به له سیالې لوبډلې سره د دې سياليو لومړۍ شل اوره لوبه د همدې می مياشتې په ۲۴مه په برمنګهم ښار کې وکړي.
په بهر کې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې دا سیالۍ له هغه وروسته دي چې څو ورځي وړاندې یې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې وخوړه.