شننه؛ د طالبانو خشن برخورد او د بدخشان وروستي لاریونونه
له تېرو څو ورځو راپه دې خوا د بدخشان په دوو ولسوالیو کې ځایي خلک د طالبانو پر ضد را پاڅېدلي او د دغه ولایت څخه یې د طالبانو د نورو ولایتونو د مسوولینو د وتلو غوښتنه کړې ده.
طالبان وایي، چې مظاهرې د کوکنارو د له منځه وړلو په بهانه پیل شوي؛ خو بیا ځینې خلک دغه مظاهرو ته د طالبانو پر ضد د پاڅون بڼه ورکوي؛ ځکه پاڅون کوونکي وایي، چې طالبان د دوی کورونو ته ور ننوتلي او بې عزتي یې کړې ده.
د دا ډول مظاهرو اغېز به د طالبانو په واکمنې څه وي؟
لومړی:
دا ډول مظاهرې د طالبانو په صفونو کې درز رامنځته کوي؛ قومي، ژبني او سمتي اختلافاتو ته لمن وهل کیږي او دا فکر لا پیاوړی کیږي، د حاکمو افراطي طالبانو اعتبار په محلي طالبانو کې کمیږي.
که څه هم محلي طالبان په خپلو سیمو کې د ولسونو د محدودو کسانو د حمایت څخه برخورداره دي؛ خو که محلي طالبان د زور او تشدد څخه کار اخلي؛ نو بیا د دوی نفوذ په خپلو سیمو کې نور هم کمیږي.
کله چې په جنګې ډلو کې د محلي قوماندانانو جنګي نفوذ کمیږي؛ نو د هغوی رول په تصمیم ګیرۍ کې هم کمیږي.
دا چې د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین د بدخشان د ولایت اوسېدونکی دی، د هغه لپاره به دا ستونزمنه وي، چې د طالبانو او خلکو ترمنځ متوسطه پرېکړه وکړی شي.
که د نورو ولایتونو طالبانو ته ووایي، چې د بدخشان څخه دې ووځي؛ نو دا ډول پرېکړه حتما د ده او د حاکمو افراطي طالبانو د رهبرۍ تر منځ اختلاف د نظر او د قدرت په سر لانجه رامنځته کوي.
که د بدخشان په خلکو فشار راولي نو خامخا به د ده رول او حمایت د بدخشان د ولسونو په منځ کې له منځه ځي.
د یادونې وړ ده، چې له څو لسیزو را په دې خوا د بدخشان او هم د نورو سیمو ولسونه همېشه په بېلابېلو ډلو، تنظیمونو، حزبونو، افکارو او مافیایي ګروپونو وېشل شوي و.
د جهاد په وخت کې په بدخشان کې اسلامي حزب او د جمعیت تر منځ رقابت جدي و او د سیمې خلک سره تقسیم شوي وو.
دویم:
بله مساله چې مهمه ده، د کوکنارو پر سر لانجه ژورې رېښې لري.
د مخدره موادو او د معدنونو قاچاق او د ګټو لاسته راوړلو رقابتونه هم په بدخشان او جنوبي ولایتونو کې نوې خبره نه ده.
دا ډول ستونزې په هلمند، کندهار، ننګرهار، ارزګان، فراه او نورو سیمو کې هم وې. د جمهوریت په وخت د خلکو انزجار د محلي واکمونو پر وړاندې د کوکنارو د له منځه وړلو څخه پیل شو.
په هلمند کې والي د خپل خیل پلویانو ته ویل، چې کوکنار وکرئ او په مقابل کې یې د نورو خیلونو او د خپلو سیاسي مخالفو کسانو د ځمکو کوکنار چپه کول، چې همدا علت و، چې په ۲۰۰۶زکال کې د هلمند ولسونو د حاکمو محلي چارواکو پر ضد پراخه پاڅون وکړ او د طالبانو سره یو ځای شول.
دا ستونزې اوس هم په هلمند کې شته او خلک د طالبانو د واکمنې څخه په تنګ راغلي دي. په ننګرهار کې هم د کوکنارو د پیسو په وېش باندې د ننګرهار د محلي چارواکو تر منځ ژور اختلافونه په ۲۰۰۲زکال کې رامنځته شول.
د بدخشان سیمه او همدا شان د کندوز او تخار سیمې مرکزي اسیا ته د مخدره موادو د قاچاق مهمې لارې دي او هر زورواکی او حاکمه ډله غواړي، چې د دغه لارې کنترول په خپل لاس کې ولري.
دا بحث نور هم څېړل غواړي چې دلته یې زیات تفصیل امکان نه لري.
درییم:
درېیمه مساله چې زیاته مهمه ده، وایي؛ به تنګ امد به جنګ امد.
طالبان او د هغوی محلي چارواکي د ولس په خوښه نه دي واکمن شوي، قانون وجود نه لري، خپلو افرادو ته چې په واضحو جنایتونو کې نیول شوي سزا نه ورکوي، فقر ورځې تر بلې زیاتیږي؛ نو خلک مجبوره دي، چې خپل اواز اوچت کړي او حتا د طالبانو پر ضد پاڅونونو او جنګ ته دوام ورکړي.
د طالبانو کړنې په ټولو ولایتونو کې او په خاصه توګه د ښځو پر وړاندې چې کوم راپورونه خپریږي، بوګنونکي دي، چې طالبانو اسلامي، افغاني او انساني ټول ارزښتونه د پښو لاندې کړي دي او هغه غیر اخلاقي چلند چې د ښځو سره دوی کوي، د هېڅ یو افغان او مسلمان لپاره د منلو وړ نه دی.
دا حالات نور هم خرابیږي او لکه په کراتو مو چې ویلې دي، د راتلونکو جنګونو چې زیاتره به نیابتي جګړې هم وي، مسوولیت یې د طالبانو پر غاړه دی.
طالبانو لکه؛ د پخوانیو مجاهدینو او حکومتونو د نیمګړتیاوې څخه عبرت نه دی اخستی او دا ځل به له تېر څخه طالبان د ډېر بدتر حالت سره مخامخ کیږي.
که څه هم د طالب ټوپکمارو پر ضد دا لومړۍ پاڅون نه دی او نه به وروستی شي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ولسونه په تنګ راغلي او د طالبانو د ظلمونو پر ضد یې خپل اوازونه مخکې هم اوچت کړي دي.
دا حرکتونه؛ په تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، فاریاب، ننګرهار، خوست، پکتیا، روزګان، کندهار، هرات او نورو سیمو کې هم په لویه او وړه کچه تر سره شوي دي.
که بهانه هر څه وي؛ خو دا ډول مظاهرې د دې څرګندوینه کوي، چې د طالب د حاکمیت څخه خلک په تنګ راغلي دي.
ځینې به دا هم ووایي، چې شاید طالبانو ځنیو چارواکو به دا نمایشي بحران جوړ کړی وي او کېدی شي، چې مدیریت یې وکړی شي؛ خو که دا نمایشي بحران وي او یا اساسي خو واقعیتونه دا پورته مسایل دي او دا ډول کړنې خلکو ته نور هم جرئت ورکوي، چې په بېلابېلو سیمو کې خلک د طالبانو په ضد راپاڅیږي؛ ځکه د طالبانو د شر څخه د خلاصون همدا بهتره لار ده په دې شرط چې قومي، سمتي او ژبني رنګ ورنه کړی شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.