ریچارډ بېنېټ: پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګول د طالبانو د سیاست غوښنه برخه ده
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کټ مټ د طالبانو د تېر پړاو واکمنۍ ته ورته ده او دغه ډله هغه څه تر سره کوي، چې په لومړۍ واکمنۍ کې یې هم ترسره کړي و.
ښاغلي بېنېټ دغه څرګندونې په هغه ویډیويي پیغام کې کړې، چې تېره ورځ یې په خپلې اېکس پاڼه خپور کړی دی.
هغه دا رنګه ویلي:« په افغانستان کې ان د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه او د هغوی سولهییز لاریونونه هم ځپل کېږي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغه راپور ورکوونکي ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړونکو سره نه حساب کتاب کېږي او نه هم تر اوسه له هغوی څخه پوښتنې ګروېږنې شوې دي.
ښاغلي بېنېټ د خلکو اقتصادي ستونزو ته هم په اشارې سره ویلي، هغوی د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړ شوي چې خپلې ماشومې لوڼې خلکو ته د پېسو په بدل کې واده کړي چې یا پرې ځانته خواړه واخلي او یا هم خپل پورونه په پرې کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغه راپور ورکوونکي تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بشري سرغړونو په تېره بیا د نجونو او مېرمنو پر زدهکړو او کار د لګول شویو بندیزونو له امله هم توندې نېوکې کړې وې او هغه یې بشري جنایت بللی و.