د پاکستان او ایران مناسباتو کې ګډ او متضاد اړخونه

افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رییسي د ۲۲ اپریل نه تر ۲۴ اپریل پورې پاکستان ته درې ورځنې رسمي سفر درلود. په موجودو شرایطو کې دغه سیاسي سفرپه لویه کچه د مطبوعاتو او د عامه افکارو پام ځان ته را وګرځاوه، ځکه چې په ډیرو وجوهاتو دغه سفر خاص اهمیت درلود.

وړومبۍ خبره دا وه چې سره د دې چې پاکستان او ایران نزدې ګاونډي هیوادونه دي، خو د دوی دوه اړخیز مناسبات ضدونقیض اړخونه لري.

دوی له یوې خوا په خوله د اسلامي ورور ګلوۍ او ګاونډګیرۍ لاپې کوي، د یوبل کومک ته اړتیا لري او د همکارۍ ژمنې کوي، خو له بلې خوا په خپل منځ کې پیچیده ستونځې هم لري.

پاکستان د ایران له عنعنوي مخالفینو یعنې د سعودي عرب او امریکا سره ژورې اړیکې لري.

پاکستان کې د اهل تشیع او اهل تسنن په منځ کې جګړې د ایران او سعودي عربستان د اختلافاتو عکس دی.

پر دې برسیره ایران او پاکستان په خپله خپله خاوره کې له ملتپالو بلوڅانو سره په جنګ کې ښکیل دي او په یوه بل د خپلې خاورې د مداخلې تورونه هم پورې کوي، ځکه د دواړو هیوادونو مناسبات د ښه ګاونډیتوب تودوخه نه لري.

دغه اوسنی سفر له اتو کلونو نه وروسته پاکستان ته د ایران د یوه ولسمشر سفر و.

د دې نه وړاندې د کال ۲۰۱۶ په مارچ میاشت کې د ایران د هغه وخت ولسمشر حسن روحاني پاکستان ته سفر کړی و.

دویم اړخ یې دا دی چې د اوسني کال په جنورۍ میاشت کې وړومبی ایران د پاکستان په بلوچستان کې د خپلې ادعا سره سم د ایران مخالفو بلوڅ جنګیالیو په یوه ځاله د توغندیو برید کړی و او د دغه برید په عکس العمل کې پاکستان هم د ایران په خاوره کې د بلوڅ بیلتون خوښو مرکز په توغندیو ویشتی و.

له دغو متقابلو بریدونو نه وروسته د مملکتونو د سرانو په سویه دا سفر د دواړو هیوادونو تر منځه د سیاسي مناسباتو د بیا رغولو او عادي کولو مهمه موقع وه.

له امریکا د پاکستان وېره

دریمه خبره دا ده چې دغه سفر په اسراییل باندې د ایران د هوايي برید نه اته ورځې وروسته صورت وموند چې په دې ورځو کې د اسراییل او امریکا سره د ایران مناسبات د خورا ډیر تشنج ښکار شوي وو او د پاکستان د واکمنانو په مازغو کې دا ویره موجوده وه چې په اوسنیو شرایطو کې به پاکستان ته د ایران د ولسمشر سفر د امریکا مخالف غبرګون را وپاروي او دا ویره بې ځایه هم نه وه.

مونږ ولیدل چې د ایران د ولسمشر د سفر نه یو څو ورځې وړاندې امریکا د چین په دریو شرکتونو او د بیلاروس په یوه شرکت د دې تور په اساس بندیزونه ولګول چې د توغندیو د تولید پر پاکستانۍ پروژه یې ټیکنالوجي خرڅه کړی ده.

د امریکا دا ګام په غیرمستقیمه توګه پاکستان ته یو اخطار هم و چې هغه باید ایران ته ډیر نزدې نه شي، خو سفر بیا هم ونه ځنډول شو ځکه چې د غربي اقتصادي او سیاسي بندیزونو لاندې ایران ته د تجرید نه راوتل ستر اهمیت لري او که دغه سفر ځنډیدلی وای نو د پاکستان په سیاسي توګه د ضعیف حکومت اعتبار به نور هم راټیټ شوی و .

د امریکا اخطار

پښتو کی یو متل دی چې میږي ته پرخه هم باران دی، د پاکستان لپاره د امریکا اخطار ځکه جدي و چې په خارجي پورونو کې د ډوب شوي پاکستان اقتصادي بحران ژورتیا خطرناکه بڼه غوره کړې ده.

پاکستان که نوي پورونه تر لاسه نه کړي، نو د زړو پورونو د قسطونو بیرته ورکولو توان به ونه لري، چې له دغه پرمختګ سره به د پاکستان اقتصاد په رسمي توګه د ورشکست سره مخامخ شي.

یوازې د نړیوال صندوق (IMF) کومک پاکستان د دې خطرناکې مرحلې نه ویستلی شي او دا کار د امریکا له سپارښتنې پرته ناشونی دی، نو ځکه پاکستان د ایران د ولسمشر په سفر کې له ډیر احتیاط نه کار واخیست.

د ایراني ولسمشر د هرکلي لپاره د کابینې یو عادي وزیر هوايي میدان ته ولاړ، ایراني میلمه په درې ورځني سفر کې صرف یوه ورځ له لوړپوړو مقاماتو سره د خبرو لپاره د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې تیره کړه او نورې دوهورځې یې د لاهور او کراچۍ په تشریفاتي سفرونو ولګولې.

اعلامیه کې د ګاز نللیکې نشتوالی

د سفر په پای کې په اته ویشت مادې ګډه اعلامیه کې هم د ایران او پاکستان تر منځه د ګاز د لولې د اعمار د تکمیل د پروژې په باره کې یو ټکی هم نه و، ځکه چې امریکا په ډاګه د دغې پروژی مخالفت کړی دی.

په پای کې دواړو هیوادونو د تفاهم ځینې معاهدې امضا کړې او ژمنه یې وکړه چې په خپل منځ کې د دوه اړخیز تجارت کچه به د دوه نیم ملیارده ډالرو نه لس ملیاردو ډالرو ته لوړوي، خو په دې خبره یې هیڅ رڼا ونه غورځوله او هیڅ جزیات یې ونه ویل چې دا هدف به څنګه تر سره کوي.

دا طبعي خبره ده چې د پاکستان او ایران دولتي مخکښانو د افغانستان د اوضاع په باب همد نظر تبادله کړې ده او پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر په پای کې په ګډه اعلامیه کې د دې ذکر هم شوی دی.

اعلامیه کې د افغانستان په باب وړومبی دا کلیشايي ټکی راغلی چې پاکستان او ایران د یوه سوله ییز، متحد، خپلواک او ازاد افغانستان ترقۍ ته ژمنتیا لري، خو اعلامیه ورپسې سملاسي دا خبره زیاتوي چې دواړو هیوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ او د مخدره موادو د قاچاق خطرونه ورپیښ دي او دا چې په افغانستان کې د ترهګرو موجودیت د سیمې او نړۍ امنیت ته یو جدي ګواښ دی.

دې خطر ته په کتو دواړه غاړې به د ترهګرۍ د مخ نیوي او امنیت د تامین لپاره د یو بل سره همکاري کوي.

د دواړو هیوادونو تر منځه د ترهګرۍ په ضد په ګډ کار کولو اتفاق وشو، هم دغسې پاکستان او ایران د افغانستان د ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د احترام ښکاره کولو سره سره په افغانستان کې د پریکړې کولو او پر هغو تصمیمونو د عمل کولو په پروسه کې ټولو غاړو ته د نمایندګۍ ورکولو غوښتنه وکړه ځکه چې دا کار به په افغانستان کې امن او ثبات ته زمینه مساعده کړي.

په ګډه اعلامیه کې په شانګھاۍ همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د ارتباط ګروپ د فعالولو پر اړتیاهم ټینګارشوی دی.

داسې بریښی چې په ګډه اعلامیه کې پاکستان او ایران تلاش کړی دی چې په دیپلوماتیکه ژبه کې د افغانستان په باره کې ځانونه همغږي ښکاره کړي، خو په واقیعت کې د دوی یوازې ګډ نظر او عمل د افغان کډوالو د خپلو هیوادونو څخه په زور ایستلو پورې محدود دی، نور د دواړو هیوادونو واکداران د افغانستان د سیاست په خړو اوبو کې د خپلو خپلو ګټو کبان نیسي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.