د طالبانو کډوالو وزارت: له پاکستان او ایرانه نږدې ۲۰۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له ایرانه تر زرو ډیر افغان کډوال په جبرې توګه او خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت وايي، له پاکستانه هم نږدې زر تنه په جبري ډول هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د غوايي میاشتې په اوومه نېټه د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۱۰۲۲ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت د اسلام کلا د سرحدي امریت د معلومات پر بنسټ لیکلي، چې، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندلي.

همدارنګه د کډوال وزارت وايي، د ایران له لوري په راستنو شویو کډوالو کې اووه تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې په هرات کې د کورنیو موندلو په موخه د وارچایلډ موسسې ته ور سپارل شوي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې،‌ تېره ورځ د پاکستان حکومت له لوري ۸۲۵ افغان کډوال په جبري توګه له یاد هېواده ایستل شوي.

د کډوالو وزارت وايي، دغه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په تازه راستانه شویو افغان کډوالو کې ۲۳ تنه هغه بندیان هم شامل و چې د پاکستان په زندانونو کې ساتل کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د هغو افغان کډوالو د اوسېدو موده د دوو نورو میاشتو لپاره وغځوله، چې د کډوالو نړېوالې عالي کمیشنرۍ له لوري ورته کارتونه ورکړل شوي.

د جمعې په ورځ د پاکستان کابینې د پي‌او‌ار کارت لرونکو کډوالو د استوګنې د اعتبار موده د چنګاښ میاشتې تر لسمې نېټې پورې وغځوله.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ