پاکستاني رسنۍ: پاکستان کې له ۳۵ کلو پورته ۱۰ میلیونه نجونې د واده په تمه ناستې دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

پاکستاني رسنیو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې خبر ورکړی چې دمګړۍ په پاکستان کې له ۳۵ کلو پورته نجونې د واده په تمه ناستې دي.

دغه شمېرې په پاکستان کې د ودونو اړوند جدي ستونزې په ګوته کوي.

پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان په اړه تېر کال د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، په دغه هېواد کې ۲۲ میلیونه نا واده کړي هلکان او نجونې د واده کولو په تمه دي.

د راپورونو له مخې، د نجونو د غوښتلو لپاره د مناسبو کورنیو نه شتون له امله د نجونو مور او پلار خپلې لوڼې د خپل کاکا یا ماما اولادونو ته ور ودوي، که هغه نه وي بیا یې نورو خپلوانو او یا په خپل قوم کې چاته ور واده کوي، او که هغه هم نه وي بیا یې په زړه نا زړه حالت کې له خپلې کورنۍ او قوم څخه د باندې کوم چاته ور په نکاح کوي.

بل خوا په پاکستان کې د واده کولو مشهور اپلیکېشن (دل کا رشته) تر ډیره د هغو کسانو ستونزه حل کړې ده چې د واده کولو لپاره مناسبې کورنۍ نه ورته پیدا کیږي. او ډیری پاکستاني نجونې او هلکان د دغه اپلیکېشن له لارې د خپل ژوند ملګری ځانته پیدا کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د یاد اپلیکېشن له لارې سلګونه زره کسان یو بل ته ور پېژندل شوي او زرګونو کسانو د یاد اپلیکېشن له لارې په بریالیتوب واده کړی دی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ