کاناډا له افغانستان سره مرستې بیا پیلوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۸

اوتاوا په پام کې لري چې سږ کال له افغانستان سره د کاناډا پراختیايي مرستې بیا پیل کړي، خو ښايي دغه کار ډیر وخت ونیسي.

د ګلوبل نیوز د راپور له مخې، بشري سازمانونه وايي، چې دغه ځڼډ به هغو کسانو ته سخت وي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې نور هیوادونه د مرستو رسولو له پاره په چټکۍ سره حرکت کوي او د کاناډا د مرستو بیا پیل کې ځڼډ بشري سازمانونه ناهیلي کړي دي.

په کاناډا کې د افغان ښځو د موسسې مشرې اسما فیضي وویل: «که زه وغواړم دغه موضوع په دقیقه توګه بیان کړم، دا وضعیت ډیر د مایوسۍ خبره ده.»

د افغان ښځو موسسه، کاناډا ته د نویو راغلو افغان ښځو او همدارنګه په افغانستان کې او ګاونډیو هیوادونو کې د افغان میرمنو ملاتړ کوي.

د افغان ښځو موسسه، په کابل کې د نجونو یوه یتیم خانې چارې هم پر مخ بیايي، خو دغه یتیم خانه د طالبانو له واکمنیدو وروسته د کاناډا له مرستو بې برخې شوې ده.

اغلي فیضي وايي: «هغه کاناډايي موسسې چې غواړي په افغانستان کې کار وکړي، چمتو دي چې افغانستان ته ولاړې شي او هلته کار ته لېوالتیا لري، خو هغوی له دغه کار منع شوې دي.»

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ