د طالبانو د عدلیې وزیر: د هغې ورځې په هیله یم چې فرعي قوانین په اساسي قانون بدل شي

AP ۱۴۰۳ غویی ۸

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي وايي، چې دغه ډله د اساسي قانون له تشې سره مخامخ نه ده، بلکې د دې ډلې قوانین د قران، سنت او حنفي فقهې پر بنسټ دي. هغه ویلي، چې د هغې ورځې په هیله دی چې طالبان دغه فرعي قوانین د اساسي قانون په چوکاټ کې خلکو ته وړاندې کړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ (د غویي اتمه) د دغه وزارت د وزیر عبدالحکیم شرعي د وینا یوه برخه په اېکس ټولنیزې شبکې خپره کړې ده. نوموړي ویلي، چې لويديځوال او د هغوى "نوکران او جاهلان" وايي، چې په افغانستان کې قانوني تشه شتون لري.

د طالبانو د عدلیې وزیر وايي، چې د قوانینو پر جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی او تر دې دمه د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو قانون، د ځانګړې محکمې د شرعي اصولو قانون، د څارنې عمومي ریاست قانون، د امر بالمعروف فرمانونو په ګډون یو شمېر قوانین توشیح شوي دي.

ښاغلي شرعي وویل: «هیله من یم هغه وخت راشي چې ټول فرعي قوانین راټول او د ګڼو مادو په بڼه د اساسي قانون په توګه ملت ته وړاندې شي. له هغه وروسته که چا وویل، چې قانوني تشه شته یا کافر دی، یا د کفارو غلام او یا هغه جاهل خلک دي چې په دې موضوع نه پوهیږي.»

د طالبانو له واکمنۍ نږدې درې کاله تېرېږي، خو دغه ډله لا نه ده توانېدلې چې د خپل حکومت لپاره اساسي قانون جوړ کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ