د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي ‏د مارتین اېنالز جایزې لپاره نومانده شوه

د بشري حقونو یو بنسټ فریډم ناو خبر ورکړی، د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي چې د طالبانو له‌خوا څه موده مخکې نیول شوې هم وه؛ د نوبل جایزې معادل د مارتین اېنالز جایزې لپاره نومانده شوې.

دغه جایزه هر کال د ښځو د حقونو هغو فعالانو ته ورکول کېږي، چې د بشري حقونو د سرغړونې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې فعالیت کړی وي.

ژولیا پارسي یو له هغو ښځینه فعالانو ده، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو سره یې د نورو معترضو مېرمنو ترڅنګ د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې غږ اوچت کړ.
‏تر دې وړاندې طالبانو نوموړې د تلې په پنځمه د خپل زوی سره یې یوځای له خپل کوره ونیوله او له درې میاشتني بند وروسته یې د لېندۍ په ۲۷مه خوشې کړه.
د دغې جایزې د ګټونکي نوم د روان ۲۰۲۴کال په دوبي کې اعلانېږي.