د م.م د ښځو برخه: د طبیعي پېښو له امله تر ټولو زیاتې مېرمنې او نجونې زیانمنوونکې دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په استازولۍ کې د ښځو برخه وایي، چې په طبیعي پېښو کې تر ټولو زیات زیان ښځو او نجونو ته رسېږي. دغه بنسټ په ایکس پاڼه لیکلي، چې د طبیعي پېښو له امله نه یوازې دا چې مېرمنې زیانونه ویني؛ بلکې د کورنۍ د نورو غړو د غمونو ټول پېټي هم د هغوی پر سر وي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، چې دغه بنسټ د خپلو همکارو ادارو په ملتیا هڅو ته دوام ورکوي او د اړمنو مېرمنو د اړتیاو د پوره کولو لپاره کار کوي.
افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلون له امله یې په وروستیو کې سخت زیانونه ګاللي دي.
د څو کالو پر له پسې وچکالۍ تر څنګ تېرکال د دغه هېواد لویدیځ ولایت هرات سختې زلزلې ولړزاوه، چې زیات زیان یې مېرمنو او ماشومانو وزغملو او لا هم د دغې زورورې زلزلې څخه پاتې ټپونه په خپل حال پاتې دي.