طالبان: لوګر ولايت کې يوه تورن کس ته د ۳۰ دورو تعزيري سزا ورکړل شوه

د طالبانو تر کنټرول لاندې ستره محکمه وايي:« د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د پرېکړې پر بنسټ یو تن ته چې په زنا تورن و، په عام محضر کې د ۳۰ دورو تعزيري سزا ورکړل شوه.»
د دغې محکمې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د د دغې ډلې د اړوندو ادارو مسوولینو سربېره د دغې ولسوالۍ ګڼ شمېر سپین ږېرو او ځوانانو هم ګډون لاره.
د خبرپاڼې له مخې، د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې قاضي اصلاحي ویلي:« د حدودو او تعزیراتو په تطبیق سره امن، خیر او د ټولنې اصلاح راځي. په ټولنه کې عفت او خوندیتوب واکمنېږي او د فساد مخه نیول کېږي.»
له بل پلوه همدا وړمه ورځ د بامیانو لپاره د طالبانو والي یوې ناستې ته ویلي، چې د قصاص او د بدن د غړو په پرې کولو سره په ټولنه کې سمون راتلای شي.
هغه زیاته کړې:« کله چې د غله لاس پرې کېږي؛ نو ټولنه ورسره اصلاح کېږي او د یوه قاتل په قصاصولو سره ټوله ټولنه اصلاح کېږي.»