شننه؛ له ملي تفکر سره زموږ د ځوان نسل ړنګ شوي پلونه

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

ایا ځوان نسل د هویت له بحران سره لاس و ګریوان دی؟ ولې قومي شعارونه کرکې و واټنونه زیاتوي؟ ایا د افغانستان ستونزه قومي ده؟

نن سبا د افغانستان جګړه و کړکېچ پنځوس کلن کیږي.دا پنځوس کلنه جګړه کټ مټ داسې وه، لکه زموږ پر سیمه چې د چنګیز تاړاک تېرشو. د مغولو تر یرغال، عاموژنو او پراخ تمدن نابودولو روسته د دې سیمې د ولسونو یوه لویه برخه له خپل تاریخي هویت سره پردي شول. تاریخي حافظه مختل شوه.

په افغانستان کې هغه ملي بهیر، چې تر خپلواکۍ، مشروطیت او اماني نهضت روسته د ملت – دولت جوړولو په پار راپیل شوی و، د تېرو پنځوس‌کلنو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او کورنیو محرومیتونو له کبله نه یوازې چې په ټپه ودرېد، بلکې په جګړه کې رالویېدونکی نسل ورسره پردی هم شو.

څه برخه نوی نسل په دې خبر نه دی، چې مشروطیت روحانیونو راپیل کړی و. د ولسواکۍ، اساسي قانون، ملي یووالي، مدنیت، پرمختګ او تکنولوژي غوښتنه وطني او په ملي روحیه سنبال ملایانو راپیل کړې ده، نه په اصطلاح مکتبیانو.

زموږ د ځوان نسل څه برخه ډېر په دې خبر نه دی، چې عبدالعلي مستغني، عبدالهادي داوي، عبدالرحمن لودین، عبدالحی حبیبي، غلام جیلاني جلالي، عبدالرحمن پژواک، سلیمان لایق، سرشارشمالي، عبدالشکور رشاد، عبدالله بختاني خدمتګار، سیدبهاءالدین مجروحاو په لسګونو نورو پېژندل شویو لویو شاعرانو، لیکوالو او ادیبانو د دې وطن په دواړو رسمي ژبو پښتو او دري شاعري او لیکوالي کوله.

له استاد قاسم افغان څخه رانیولې تر سراهنګ و ناشناس و اولمیر و احمدظاهر و بېلتون پورې لویو سندرغاړیو پښتو او دري سندرې یو تر بلې ښې ویلي او استاد صادق و جان محمد پلار و حاجي محمد کامران و بایقرا و فضلی و ممنون مقصودي پورې سینمايي – نندارمي ستوریو د دواړو ژبو مینه وال خوښ ساتلي، ژړولي و خندولي دي.

زه ځينې ځينې ځوان فرهنګیان پېژنم، چې له بده مرغه له دغو نومونو او د دوی له اثارو سره ان بلد لا نه دي.ډېر ځوانان چې اوس د قومي ژبنیو شخړو او ښکنځلو سپکاویو ډبرې په سینه موښي، لا هم خبر نه دي، چې د پښتو ژبې تر ټولو ستر ولسي و ملي شاعر ملنګ جان مورنۍ و کورنۍ ژبه دري وه او د دري ژبې تر ټولو ستر معاصر شاعر خلیل الله خلیلي له پلار و مور څخه پښتون ساپی (صافی) و.

د تحجر و تعصب په خټو کې نښتي ننني یوشمېر ځوانان، چې د ښځو د ښوونځي مخالفت د افغاني فرهنګ زېږنده بولي، په دې خبر نه دي، چې شپېته کاله مخکې د کندهار د نجونو په لیسو کې د باسکتبال و والیبال ټیمونه فعال وو او سیمه ییزې مسابقې یې لرلې د هغوی کورنۍ چا مجبوره کړې نه وې، چې د خپل فرهنګ پرخلاف خپلې نجونې زدکړو او سپورت ته واستوي، بلکې دا دهغه مهال د فرهنګي مختیا او پراختیا طبیعي وده وه.د کندهار په معارف کې استادانو نکتايي تړله او د ګرداو په مجلسونو کې د نړۍ تر ټولو تاوده سیاسي او د لوړې سطحې بحثونه کېدل. په ننګرهار کې د کورنیو ښځینه و نارینه غړي مازیګر مهال په ګډه سینما ته سره تلل او ډیورند کرښې ته څېرمه د فارمونو او د هېلمند ناوې په لوکسو فامیلیو کې مېشتو کورنیو تیاتر پېژانده او د شکسپیر ډرامې لوبول کېدې. په هرات کې یهودو افغانانو هوسا ژوند درلود او په ملي سوداګري کې یې ونډه پاموړ وه، د هیندو او سیکهـ افغانانو فعال اقتصادي او فرهنګي حضور هرچاته یوه ملي ښکلی ترکیب ایسیده، هیچا فکر نه کاوه، چې یو مهال دې د دغو ریښتینو او صادقو هېوادوالو کورونه، درمسالونه، مندرونه، سرایونه او دوکانونه ځکه ولوټل شي، چې ګواکې دوی مذهبي لږکي دي. د هیندوې مېرمن بېنرجي و ناشناس ګډو خوږو غږونو به د افغانانو غوږونه نازول، چې:

بادِ سبا یار ته مې ورشه

سلام پرې وایه چې له حاله مې خبره شه

بادِ سبا...

د افغانستان مادي ومعنوي فرهنګي شتمنۍ د سیمې په ګډ فرهنګي میراث کې لکه ستوری ځلېدې او د نړۍ ګرځندوی به افغانستان ته د راتللو لپاره یو کال مخکې د ګرځندوی پکیج سفرونه ریزرفول.

استاد کهزاد به له فرانسوي، هیندي، امریکايي او نورو نړیوالو لرغونپوهانو سره د افغان خاورې د لرغونیو مدنیتونو څرکونو لټول او په ویاړ سره به یې ویل، چې د شاهنامې تر نیمايي زیاته جغرافیا په افغانستان کې پرته ده.

دا وچه بې منطقي ده، چې که ووایو یو ملتونه له فرهنګي پلوه شاته هم تللای شي. داسې نه ده. ملت له فرهنګي پلوه ډېره ښه مختګ کاوه، چې د سره او شنه انټرنشنلیزمونو ټکې راوشکېدلې، شوروي و پاکیستان و ایران و عرب و عجم راتویې شول او د نبراسکا و انګریزيپوهنتونونو په ټولنیزو لابراتوارونو کې د دې وطن د قومي، مذهبي، سیمه ییز او ژبني ویش او شخړو زړي وکرل شول او دا دی تر دې سونامي روسته نن زموږ ځوانان له دې هرڅه ناخبره دي.

د بهرنیو متخصصانو، لرغونپوهانو، هنرمندانو او استادانو ځایونه وسلوالو ډک کړل. د ارینپوه پروفیسور سریانیدي په ځای جنرال ګروموف راغیاو د پښتوپوهاند مارګېن سټېرن و فردیناند کلاوس و ګیرسځایونه اسامه بن لادن، طاهر یولداش او کرنیل امام ونیول او د توریستانو پر ځای تروریستان راننوتل.

تر دې تورې څوڅلوېښت کلنې جګړه ییزې دورې روسته ځوانان د ځان مطرح کولو نورې لارې نه پېژني.د دې لپاره چې مشهور شي او خلک یې وپېژني قومي ښکنځلې کوي، سپکاوي جوړوي،د یوې متحجرې ډلې جنایتونه په یوه لوی ملت پورې تړي. نن سبا ځوانان په دې نه پوهیږي، چې د وطن اصلي ربړه ولږه، وزګاري، محرومیت، له زدکړو او پوهنو لرې ساتل او په پایله کې یې د دویمو او درېیمو هجري پېړیو ذهنیتونو حاکمېدل دي.

په دې وطن کې قومي شخړي د کړکېچ او ملي بحران اصلي لامل نه دي، بلکې ابزار او وسایل یې دي، چې پردیو ته په لاس ورغلي او د نوې زمانې استخباراتي ښکېلاک پرې پانګونه کړې ده.

د وطن ستونزه نه قومي ده، نه مذهبي، ژبنۍ یا سیمه ییزه مګر دا ټول هغه زاولن زخمونه دي، چې پردي دوښمنان پرې مالګې شیندي او په اختلافاتو کې یې پانګونه کوي.

موږ بې هویته نه یو، بلکې هویت رانه غلاکړای شوی دی، چې باید بېرته یې ومومو.موږ د پنځوس کلن جنګ په ساري او جاری عصبیت کې ژوند کوو، ځکه تاوتریخجن او کرکجن شعارونه ژر پلویان مومي. د یوه قوم له خوا بل ته سپکاوی لارویان مومي او هغوی چې بېخلنې ښکنځلې کولای شي، ژر په خوله‌ورو څېرو ان اتلانو او رهبرانو بدلیږي.

یو ځي خپل ټول ملي ارزښتونه د ایراني اخوندانو په لمن کې وراچوي او بل ځي د پاکیستاني مدرسو له انګرېز روزلي مفتي څخه د خپل وطن د ویجاړۍ فتوا راوړي.

د وطن د ژغورلو لاره له فرهنګي سمون څخه تېریږي. ویښتیا، روښانتیا او بدلون.موږ باید د خپلې تاریخي حافظې ویجاړ شوي پلونه بېرته ورغوو او د لومړي، دویم او درېیم مشروطیت د زمانو طلايي پرمختګونه وپېژنو.

د یوې ریښتینې افغاني او خورا طبیعي ولسواکۍ زړي په دغو مشروطه غوښتونکیو نهضتونو او روښنفکري بهیرونو کې کرلای شو، نه د امریکايي – اروپايي پروژه یي لوڅو پوڅو په دوه ورځنیو مسخرو کې.

د دې وطن له ملي ارزښتونو سره ګډ اسلامي فرهنګ زموږ د ګډ معنویت ملاتیر دی، نه له پاکیستاني استخباراتي مدرسو یا نورو ګاونډیو مراجعو څخه راوارد شوي تاوتریخجن قرائتونه.

هېڅ جهادي، تنظیمي، ملیشه یي یا بل وسله‌وال جریان د کوم قوم یا ولس استازی نه دی. اوسني واکمن د پښتنو او د تنظیمي واکمنۍ وسله والې ډلې د تاجیکانو، هزارګانو یا اوزبیکانو استازي نه دي.دا حقیقت باید وار وار د خلکو ذهنیت ته ورننه ایستل شي. د کندهاري و خوستي و ننګرهاري شخړه هيڅکله وطني و طبیعي نه ده، ځوانان باید وپوهوو، چې په دې نامه هر راغلی عصبیت یا په انګریزي لابراتوارونو کې جوړ شوی یا په پاکیستاني هغه کې.

هو! زموږ بېخبرې، ناپوهي، محرومیت او د کیش شخصیت ړندې غریزې او لنډپارۍ ورته مناسب بستر هوار کړی دی.

په قومي شخړو او ښکنځلو کولو ځوانان ریښتینې رهبري ته رسېدلای نه شي، بلکې ځوانان باید خبر کړو، چې رهبري د نسونو په مړولو، ښوونځي او پوهنځیو ته د ښځو او نارینه‌وو په رسولو او د وطن په مادي - معنوي وداني کې ده.

د معاصرو ادبیاتو، هنرونو، فرهنګي بریاوو او متونو په بیا بیا خپرولو سره کړلای شو، اوسنی سرګردان او ګډوډ روان ځوان نسل یوه لوري ته ورسم کړو او د دولت – ملت کېدو قرائتونه یې ترمخ کېږدو.

په دې برخه کې له نېکه مرغه زښت زیات متون لرو. په ۱۳۱۰ لمریز کې د کابل ادبي انجمن له جوړېدو یې راونیسه بیا تر انجمن تاریخ و پښتو ټولنې و ویښ زلمیو د نهضت له اثارو یې راوپیلوه او بیا د ۱۳۶۰ کلونو د لیکوالو د اتحادیې او په کډوال چاپېریال کې د ادبي بهیرونو تر پنځونو پورې داسې متون لرو، چې ځوان نسل ته هویتي، فکري او ویښتیايي لارښود جوړېدلای شي.

موږ یوازې باید دغو متونو ته د ورستنېدو نړېدلي پلونه جوړ کړو او ځوان نسل له سرګردانۍ څخه وژغورو.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.