طالبانو د اسلامي همکاریو د سازمان وړاندیز چې پر ښځو بندیز لرې کړئ، له خپلې اعلامیې لرې کړ

طالبانو د اسلامي همکاریو سازمان د ځانګړي استازي هغه غوښتنه چې د ښځو پر زده کړو او کار کولو د بندیزونو د لغوه کولو لپاره شوې وه، له خپلې خپرې شوې خبرپاڼې څخه لرې کړه.

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړي استازي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له سیاسي مرستیال سره وکتل.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې د دې غونډې جزییات خپاره کړل، خو څو ساعته وروسته یې له دغې خبرپاڼې څخه د ښځو د زده کړو او کار د لغوه کولو موضوع لرې کړه.
خو د طالبانو د رسنیو مرکز ویلي چې، طارق علي بخیت په دې غونډه کې د ښځو پر زده کړو او کار د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه او په اقتصادي برخه کې یې د افغان ښځو لاسته راوړنې وستایلې.
د طالبانو د حکومت د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې «د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د نجونو زده کړه د اسلامي هېوادونو لپاره ارزښتناکه ده او یاد هېوادونه چمتو دي له افغانستان سره په تعلیمي او تحصیلي برخو کې همکاري وکړي.»
ارګ تر اوسه پورې د ښځو د تعلیم او کار د موضوع د لغوه کولو په اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو د سازمان یوه پلاوي کابل ته سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
طالبانو واک ته له رسیدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې پوهنتون ته له تګ او له نا دولتي موسسو سره له کار کولو منعه کړې دي.
همدارنګه طالبانو د ښځو پر تګ راتګ، تفریح او هر ډول سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو هم پراخ بندیزونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره د نړیوالو له غوښتونو سره سره، طالبان د ښځو په وړاندې له خپلو پالیسیو څخه نه دي په شا شوي.