اغلې یودیچه زیاته کړې: «د ښځو د حقونو په تړاو د غږ پورته کول باید د هرې ناستې او په افغانستان کې د طالبانو سره د هر ډول تعامل د سر، سر موضوع وي» طارق علی بخیت، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د بېلابېلو طالب چارواکو سره غږیدلی او ویل کیږي چې نوموړي په دغو ناستو کې پر مېرمنو د کاري بندیزونو او د نجونو پر زده کړو له طالبانو سره خبرې کړي.
دغې ډلې د خپلې واکمنۍ په دریو کالو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو په کار کې د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه دی منلي او تر دې وړاندې هم د ځینو اسلامی هېوادونو غوښتنو ته یې مثبت ځواب نه دی ویلی.