رافایلا یودیچه: د افغان مېرمنو د حقونو خبره باید د هر کېدونکي جوړجاړي په سر کې یاده شي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیره وایي هېڅ تعامل د مېرمنو د حقونو په پام کې له نیولو پرته د منلو نه دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیره وایي هېڅ تعامل د مېرمنو د حقونو په پام کې له نیولو پرته د منلو نه دی.
رافایلا یودیچه نن سه شنبې د (غویي څلورمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې هغې افغانستان ته د اسلامي همکاریو د سازمان د ورغلي پلاوي له مشر طارق علي بخیت سره په کابل کې کتلي دي.
هغې لیکلي چې په دغې کتنه کې د نجونو پر زدهکړو او په افغانستان کې د بشري وضیعت په اړه خبرې اترې وشوې.
اغلې یودیچه زیاته کړې: «د ښځو د حقونو په تړاو د غږ پورته کول باید د هرې ناستې او په افغانستان کې د طالبانو سره د هر ډول تعامل د سر، سر موضوع وي»
طارق علی بخیت، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د بېلابېلو طالب چارواکو سره غږیدلی او ویل کیږي چې نوموړي په دغو ناستو کې پر مېرمنو د کاري بندیزونو او د نجونو پر زده کړو له طالبانو سره خبرې کړي.
دغې ډلې د خپلې واکمنۍ په دریو کالو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو په کار کې د نړیوالې ټولنې غوښتنې نه دی منلي او تر دې وړاندې هم د ځینو اسلامی هېوادونو غوښتنو ته یې مثبت ځواب نه دی ویلی.


په خوست کې ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې تېره ورځ طالبانو درې تنه د راډیوګانو خبریالان بندیان کړي دي. د طالبانو سرچینې وايي دا خبریالان په خپرونو کې د ساز غږولو او له ښځو سره د ټلیفوني اړیکو له امله د امر بالمعروف په امر په امنیه قومندانۍ کې بندیان دي.
په خوست کې ځايي سرچېنو نن افغاستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چ د امربامعروف ریاست په امر د اقرا، ناز، او ولس غږ اف ام راډیوګانو دغه خبریالان احسان الله تسل، مشال هاشمي او واحد بندیان شوي دي.
د سرچینو په خبره، طالبانو دغو خبریالانو د اختر شپو ورځو کې په راډیوګانو کې ساز لرونکی پیګراونډ خپور کړی او تفریحي خپرونو کې یې له اناثو سره اړیکې نیولې دې.
د طالبانو سرچینې په خوست کې مني چې دغه خبریالان لومړی امر باالمعروف ریاست ته غوښتل شوي و او د دوی په غوښتنه امنیه قومندانۍ کې زنداني شوي دي.
دوی زیاتوي دا خبریالان به په راتلونکو ورځو کې د اسلامي امارت د قوانینو د نه تطبیق په جرم محکمې ته هم معرفي شي.
تر اوسه د خبریالانو دفاع ټولنو ددغو خبریالانو د نیولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
څه موده وړاندې د خوست امنیه قومندانۍ په یو رسمي مکتوب کې لیکلي و، چې په خوست کې رسنیو ته د ښځو او نجونو له لوري ټیلیفوني اړيکه منع ده.
د طالبانو په رسمي مکتوب کې چې د کب په پنځمه لاسلیک شوی، په خوست کې یو شمېر خصوصي راډیوګانې «اخلاقي فساد» ته په هڅولو تورنې کړې وې.
په دغه مکتوب کې ویل شوي و،چې ځينې ښځې او نجونې د ټولنيزو پروګرامونو او يا د ښوونځيو د ښوونیز نصاب د خپرونو پر مهال راډيوګانو ته زنګونه کوي او دا يې د «نا مشروع اړیکو» او د «اخلاقي فساد» د هڅولو يوه بېلګه بولي.
په دغه مکتوب کې ټینګار شوی چې سیمه ییزې راډیوګانې او ټلویزیونونه د پوهنې ریاست اجازې پرته د ښوونځیو د نصاب د خپرولو اجازه نه لري.
په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوی چې که له دغه حکم سرغړونه وشي، د رسنیو مسوولان به احضار او محاکمه شي.
دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر ملي راډيو او تلويزيون سربېره ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي تلويزيونونه فعاليت کوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د افغانستان د اقتصادي وضیعت په اړه د «نړېوال بانک د راپور مثبتې برخې ستایو او منفي برخې یې ردوو.»
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د سه شبنې په ورځ د (غوايي څلورمه) د افغانستان د اقتصادي وضیعت په اړه د نړېوال بانک د ځینو برخو د ستاینې او ځینو برخو د ردولو په اړه اعلامیه خپره کړې او ويلي یې دي چې د «راپور د مثبتو برخو ستاینه کوو، خو منفي برخې یې موږ ته د منلو نه دي.»
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د کورني ناخالص تولید اندازه زیاته شوې او د خوراکي او غیرې خوراکي توکو بیې ټیټې شوې دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د نړېوال بانک د راپور هغه برخې چې ویلي یې دي د کورني ناخالص تولید کچه ټیټه شوې، انفلاسیون کم شوی او په سوداګرۍ کې هم کسر موجود دی ردې شوې دي.
طالبان وايي، د سوداګرۍ د کسر په کمېدو کې د پام وړ پرمختګ شوی.
نړېوال بانک د اپرېل په ۱۸مه نېټه د افغانستان د اقتصادي وضیعت په اړه په خپل راپور کې ویلي چې، له تېرو دوو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادي حالت ټکنی شوی.
نړېوال بانک ویلي، د نشه یي توکو د کرکیلې بندېدو له امله سلګونه زرو بزګرانو خپل عاید له لاسه ورکړی.
خو طالبان وايي، دا منو چې د بزګرانو عاید کم شوی، خو وايي هڅه کوو چې، کروندګرو ته بدیل کښت برابر کړو.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې له نړېوالې ټولني پر تعامل د ټینګار تر څنګ د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادولو او پراختیايي پروژو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه هم شوې ده.

د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال د فوټسال په اسیايي جام کې تېره شپه د څلورم ګروپ په وروستۍ لوبه کې له بحرین سره مخامخ شوه. په دغې لوبه کې د افغانستان دریو لوبغاړو د ګولونو په وهلو دا بری خپل کړ.
په دغې مهمې لوبه کې د افغانستان لوبغاړو فرزاد محمودي، اکبر کاظمي او مهران غلامي د خپلو ګولونو په وهلو سره، ٢-٣ بحرین لوبډلې ته ماته ورکړه او د څلورو امتیازونو په خپلولو سره یې د لوبو وروستي پړاو ته لار وموندله.
افغانستان په لومړۍ نیمه پایلوبه کې خپله لوبه په ١-٢ وبایلله؛ خو په دویمې نیمه پایلوبه کې یې دوه نور ګولونه ووهل او د ایران په وړاندې د ٠-٤ د کویټ په بایللو سره په څلورم ګروپ کې دویمه لوبډله شوه چې بل پړاو ته یې لاره پرانیستله.
د افغانستان لوبډله په وروستي پړاو کې باید له تاجکستان سره ولوبیږي. او ایران به د قرغزستان پر وړاندې لوبه کوي.

د طالبانو د حج او اوقافو مرستیال وزیر په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونو په برخه کې د لوېدیځو هېوادونو نېوکې بابېزه ګڼلې دي. هغه وايي، په هغو هیوادونو کې چې ښځې مشري کوي، نه بریالي کیږي.
زر محمد حقاني د ښځو مشري او په سیاست کې یې د هغوی برخه اخېستنه، ناسمه بللې او ویلي یې دي هغه هېوادونه چې مشرانې یې مېرمنې دي، بریالیتوب ته نه شی رسیدای.
حقاني دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ چې د سیمه یزو رسنیو له لارې خپرې شوې، په کابل کې د یوې دیني مدرسې د طالبانو د فراغت یوې غونډې ته کړې دي.
هغه وویل: «په بخاري حدیث کې روایت دی، هغه قوم چې خپله مشري او واکمني مېرمنو ته سپاري، هغه قوم هیڅکله هم بریالیتوب ته نه شي رسیدلای.»
په تېرو څو لسیزو کې، یو شمېر اسلامي او لوېدیځ هېوادونه د ښځو له خوا رهبري شوي دي. ځینې دغه مشرانې مېرمنې لکه مارګریت تاچر په بریتانیا او انګیلا مرکل په جرمني کې، د خپل دور تر ټولو بریالۍ او قدرمنې مشرانې تېرې شوې دي.
حقاني په ټاکنو کې ښځو ته د رایو ورکړه د اسلامي دین له ارزښتونو سره خلاف او د ښځو پر حقونو د لوېدیځوالو ټینګار یې ناسم بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په خپل یو تازه راپور کې د نړۍ د ښځو بشري وضیعت ته کتنه کړې او د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو پر سرغړونو یې نیوکې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې ویلي چې طالبانو د خپلو فرمانونو په صادرولو سره مېرمنې په کورونو کې بندیانې کړې او «عملاً یې هغوی له ټولنې حذف کړې دي.»
طالبان د ښځو پر وړاندې خپل دغه توپیري چلند د اسلامي شریعت او افغانستان د دودونو سره سم بولي. دغه ډله د ښځو پر زده کړو او کار کولو د نورو هېوادونو ټینګار ته پخپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې نوم ورکوي.

د سویلي اسیا له پاره د بي بي سي مشرې جکي مارتینس د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال سره لیدلي او هغه ترې غوښتي چې دغه رسنۍ دې د افغانانو “دیني او ملي ارزښتونو” ته درناوی وکړي.
عتیق الله عزیزي ویلي، چې طالبان “د اسلامي ارزښتونو” په پام کې نیولو سره افغانستان کې د رسنیو، خبریالانو او بیان د ازادۍ ملاتړ کوي.
په دغه راپور کې افغانستان ته د بي بي سي د سویلي اسیا د مشرې د سفر د موخې په اړه څه نه دي ویل شوي.
عزیزي ویلي: “بي بي سي د افغانستان لپاره د خپرونو اوږده سابقه لري، لازمه ده، چې د افغاني ټولنې حساسیتونو او ځانګړتیاو ته ډېره پاملرنه وکړي.”
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معینیت سرپرست مولوي ضیاءالحق حقمل چې په دغه غوڼډه کې ګډون کړی و، ویلي، چې که بي بي سي غواړي په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي نو له هغو خبرونو خپرولو څخه دې ډډه وکړي، چې “د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب ګرځي”.
د باختر اژانس د رپوټ له مخې؛ طالبانو یو شمېر هغه "مستند موارد” د بي بي سي د سویلي اسیا مشرې ته ور ښودلي چې په تېرو څو میاشتو کې د بي بي سي له خوا خپاره شوي دي.
طالبان وايي، چې د بي بي سي د سویلي اسیا مشرې کې ډاډ ورکړی، چې د دوی اندېښنې به له خپلو چارواکو سره شریکې او بېرته به دغې ډلې ته معلومات ورکړي.
په افغانستان کې د جمهوریت له نسکوریدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، بي بي سي په کابل کې خپل دفتر وتړه او خپل ټول همکاران یې لندن ته انتقال کړل.