د طالبانو کډوالو وزارت: سلګونه افغان کډوال په زور له پاکستانه راستانه شوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۳

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یوه ورځ ۶۷۳ کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

دغه وزارت وايي، د دغو کډوالو ډیری برخه بې وزلې کورنۍ دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو زوارت نن دوشنبه د (غوايي درېیمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، تېره ورځ د کندهار سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو ۶۷۳ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.

دغه وزارت د کندهار سپین بولدک د سرحدي امریت په حواله خبر ورکوي، ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۹ تنه کېږي تېره ورځ په جبري توګه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستې شوې.

همدارنګه یاد وزارت وايي، ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۴ تنه کېږي د ننګرهار د تورخم له لارې په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو وزارت وايي، تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.

د پاکستان حکومت داسې مهال د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړی چې، د کډوالو سازمانونو او ملاتړو ادارو له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکې ډېرې کړې دي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د هغو نږدې نهه لکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ به د روانې اپرېل میاشتې له ۱۵مې وروسته پیل کوي چې دوی ته د دغه هیواد حکومت د (افغان سټیزن کارډ) په نوم کارتونه وېشلي دي.

نور خبرونه

رادیو