د طالبانو د کډوالو وزارت: تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړل شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۲

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تورخم له لارې ۳۰ کورنۍ په جبري توګه د پاکستان حکومت له‌خوا ستنې کړل شوې.

دغه وزارت د یک شنبې په ورځ د (غويي ۲مه) پر خپلې اېک‍س پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۳۰ کورنۍ له پاکستانه په جبري ډول راستن‍ې کړل شوې.

دغه وزارت وايي، یادې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنه دی د تورخم له لارې د پاکستان د حکومت له لوري په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

د طالبانو دغه وزارت ویلي، له پاکستانه تازه راستانه شوي کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالې کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د پاکستان حکومت له دغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې دمګړۍ په پاکستان کې اته سوه زره اې سي سي او ۱.۳ مېلیونه پي او ار کارټونو لرونکي افغان کډوال اوسېږي.

نور خبرونه

رادیو