له پاکستانه له اېستل کېدونکو کډوالو سره تړلې اندېښنې
پاکستان د پخوانۍ پرېکړې له مخې یوځل بیا د نورو افغان کډوالو د جبري اېستلو تابیا کړې ده او دا لړۍ د اپرېل له ۱۵ پیل شوې ده.
له دې نه مخکې د کال ۲۰۲۳ د سپتمبر د میاشتې نه پاکستان د هغو افغان کډوالو په اېستلو لاس پورې کړی و، چې په اصطلاح د کډوالۍ اسناد یې نه لرل، که څه هم دغه کډوال د بین المللي قوانینو او موازینو سره سم د کډوالۍ په معیارونو پوره ول.
د کال ۲۰۲۳ د نومبر نه پاکستاني پولیسو دغه افغان کډوال له کراچۍ تر اسلام اباده په مختلفو ښارنو او سیمو کې زنداني کړل، په زور یې په موټرو کې واچول او د تورخم او سپین بولدک له لارې یې افغانستان ته واړول .
دوی ته د خپلو کورونو د سامانونو د خرڅلاو وخت هم ور نه کړل شو.
د تېر کال د سپتمبر نه د دې کال تر فرورۍ پورې څه د پاسه پنځه لکه کډوال په جبري توګه له پاکستانه اېستل شوي.
دا کار په داسې وخت کې وشو، چې د تېر کال د دسمبر د میاشتې په نهوېشتمه نېټه د ملل متحد مصونیتي شورا په خپله تصویب کړې پریکړه کې دا خبره په ګوته کړې وه، چې د افغانستان په داخل کې د بشري حقونو وضعیت په خصوصي ډول د جینکو ، ښځو او د قومي او مذهبي لږکیو لپاره سنګین دی.
په افغانستان کې تر ۲۳.۷ میلیونو کډوالو پورې خلک چې د هیواد د نفوس د نیمايي نه زیات دی، د ژوندي پاته کېدو لپاره بېړنیو بشري کومکونو ته اړتیا لري او د زلزلې او سیلابونو په ګډون د طبیعيي افاتو له لاسه ژور انساني بحران وجود لري.
اوس په نوې مرحله کې دو قسمه افغان کډوالو ،د جبري اېستل کېدو هدف ګرځي، وړومبۍ قسم یې هغه مهاجرین دي، چې د یو ایچ سی ار «د استوګنې د ثبوت سند» لري.
دغه اسناد د یو این ایچ سی ار خوا نه په دوه زره شپږم او اووم کې ۲.۱۵ ملیونو مهاجرو ته ویشل شوي و، چون ډېر افغان کډوال ۍ د مختلفوو وجوهاتوډډه املو د استوګنې د ثبوت د سند تر لاسه کولو کې بریالي نه شول؛ نو په کال ۲۰۱۷ کې د افغانستان د هغه وخت د حکومت په ابتکار او همکارۍ یو تعداد مهاجرینو ته یو بل رقم کارتونه ورکړی شول، چې د افغانستان د تابیعت سند» نوم ورکړل شوی.
د یو این ایچ سي ار د تخمین سره سم په پاکستان کې د دغه دویم قسم کارت لرونکو مهاجرو شمیره اته لکه څلویښت زره ده.
که دغه شمیرې دقیقې وي نو د پاکستان حکومت په نوې مرحله کې د اته ویشت نیم لکو تر شاوخوا افغان مهاجرین په جبري توګه افغانستان ته ستنول غواړي.
په نړۍ کې د بین الملی بشری حقونو د قوانینو او عنعنو له مخې د مهاجرت د بحران نهاۍ حل درې برخې لری ، وړومبۍ برخه یې خپل هیواد ته داؤ طلبانه او باعزته عودت دې چې ذی ربط دولتونه او یو این ایچ سی آر په کې د شرایطو د مساعدت د پاره ونده اخلی ، د مهاجرت د بحران د حل دویمه برخه د هغو مهاجرینو دریم هیواد ته د انتقالولو ده څوک چې د ځانګړی وجوهاتو له امله خپل پلرنی هیواد ته نه شی ستنیدې ځکه چې هلته یې ژوند او مال د خطر سره مخامخ کیږی ، د حل دریمه برخه د مهاجرت په وخت کې د استوکنې په هیواد کې د تابیعت تر لاسه کول دی ، د پاکستان په ګډون د نړۍ اکثر هیوادونه دا قانون لری چې کوم ماشومان هغلته وزیږیږی نو هغه به په د استوګنې په هیواد کې د تابیعت اخستلو حق ولری ، که سړې ورته پام وکړی نو د افغان مهاجرو د بحران په حل کې دغه نړیوال نورمونه او عنعنې هیڅ پلی شوی نه دی ، په خصوصیت سره د افغان مهاجرینو په جبری توګه بیرته ستنولو کې د بین الملی قانون د منل شوی پرنسیپ (Non-Refoulment
یعنی په زور د بیرته نه استول کیدو د پرنسیپ نه څرګنده سر غړونه کیږی ، د دغې قانون منل حتی په هغو هیوادونو هم لازم دی چا چې د مهاجرینو د کال ۱۹۵۱ د جینیوا کنوانسیون او د کال ۱۹۶۷ پروتوکول هم نه دی امضا کړی ، مګر پاکستان ، ایران او ځینې نورو هیوادونو تل دا قانون تر خپو لاندې کړې دې . په دغه نوی مرحله کې د ټولو نه ستر ظلم د هغو جینکو په حصه کې کیږی څوک چې د مکتبونو او پوهنتونونو نه وزی ، او ژوند یې د تیارو سره مخامخ کیږی ،
اېستل کېدونکي دوه ډوله کډوال
اوس په نوې مرحله کې دو قسمه افغان کډوال د جبري اېستل کېدو هدف ګرځي، وړومبی قسم یې هغه مهاجرین دي، چې د یو این ایچ سی ار «د استوګنې د ثبوت سند» لري.
دغه اسناد د یو این ایچ سی ار خوا نه په دوه زره شپږم او اووم کې ۲.۱۵ ملیونو مهاجرو ته ویشل شوي و، چون ډېر افغان کډوال د مختلفو وجوهاتو له امله د استوګنې د ثبوت د سند تر لاسه کولو کې بریالي نه شول.
په کال ۲۰۱۷ کې د افغانستان د هغه وخت د حکومت په ابتکار او همکارۍ یو تعداد مهاجرینو ته یو بل رقم کارتونه ورکړی شول، چې د افغانستان د تابیعت سند» نوم ور کړل شوی.
د یو این ایچ سي ار د تخمین سره سم په پاکستان کې د دغه دویم قسم کارت لرونکو مهاجرو شمیر اته لکه څلویښت زره دی.
که دغه شمیرې دقیقې وي نو د پاکستان حکومت په نوې مرحله کې د اته ویشت نیم لکو تر شاوخوا افغان مهاجرین په جبري توګه افغانستان ته ستنول غواړي.
د بشري حقونو ادارې څه وايي؟
په نړۍ کې د بین المللي بشري حقونو د قوانینو او عنعنو له مخې د مهاجرت د بحران نهايي حل درې برخې لري.
وړومبۍ برخه یې خپل هیواد ته داوطلبانه او باعزته عودت دی چې ذي ربط دولتونه او یو این ایچ سی ار په کې د شرایطو د مساعدت لپاره ونډه اخلی و د مهاجرت د بحران د حل دویمه برخه د هغو مهاجرینو دریم هیواد ته د انتقالولو ده څوک چې د ځانګړو وجوهاتو له امله خپل پلرني هیواد ته نه شي ستنیدی، ځکه چې هلته یې ژوند او مال له خطر سره مخامخ کیږي.
د حل دریمه برخه د مهاجرت په وخت کې د استوکنې په هیواد کې د تابیعت تر لاسه کول دي.
د پاکستان په ګډون د نړۍ اکثر هیوادونه دا قانون لري چې کوم ماشومان هغلته وزیږیږي نو هغه به د استوګنې په هیواد کې د تابیعت اخستلو حق ولري.
که سړې ورته پام وکړي نو د افغان مهاجرو د بحران په حل کې دغه نړیوال نورمونه او عنعنې هیڅ پلې شوې نه دي.
په خصوصیت سره د افغان مهاجرینو په جبري توګه بیرته ستنولو کې د بین المللي قانون د منل شوي پرنسیپ (Non-Refoulment یعنې په زور د بیرته نه استول کیدو د پرنسیپ نه څرګنده سر غړونه کیږي.
د دغه قانون منل حتا په هغو هیوادونو هم لازم دي چې یې د مهاجرینو د کال ۱۹۵۱ د جینیوا کنوانسیون او د کال ۱۹۶۷ پروتوکول هم نه دی امضا کړی، مګر پاکستان ، ایران او ځینې نورو هیوادونو تل دا قانون تر پښتو لاندې کړی دی.
په دغه نوې مرحله کې د ټولو نه ستر ظلم د هغو جینکو په حصه کې کیږی چې له مکتبونو او پوهنتونونو نه وځي او ژوند یې د تیارو سره مخامخ کیږي.
د دغې قانون منل حتا په هغو هېوادونو هم لازم دي، چا چې د کډوالو د کال ۱۹۵۱ د جینیوا کنوانسیون او د کال ۱۹۶۷ پروتوکول هم نه دی امضا کړی ، مګر پاکستان ، ایران او ځیني نورو هېوادونو تل دا قانون تر پښو لاندې کړی دی .
په حقیقت کې د افغان کډوالو سره د وړومبي سر نه چل ول شوی دی، پاکستان چې د ۱۹۸۰ نه په رسمي توګه افغان کډوالو ته پناه ورکول پیل کړل؛ نو د هغه وخت نه تر ننه ورځې پورې یې ځان د کډوالو د حقوقو په لړ کې د هیڅ قسمه قانون پابند نه کړو ، سره د دومره ګڼ شمیر کډوالو پاکستان د دوی په اړه کوم بین الملی کنوانسیون یا پروتوکول امضا کړی نه دی او نه یې هم خپل کوم رسمي قانون تصویب کړی دی.
په پاکستان کې په تېرو څلورو لسیزو نه زیات وخت کې افغان کډوال په مطلق ډول په یوه حقوقی تشه کې ژوند کړی دی او جالبه خو دا ده، چې غربي هېوادونو او نړیوالې ټولنې هم په دې حقوقی تشې د اعتراض غږ نه دی اوچت کړی.
دا ټول کارونه د کوم تصادف له مخې نه دي شوي ، په حقیقت کې پاکستانی جنرالانو او د هغوی نړیوالو مربیونو غوښتل، چې د افغان کډوالو نه د خپلو ګټو په جنګونو کې د خاشاک په توګه استفاده وکړي، او هغه څه کولو ته یې مجبور کړي، چې د بهرنیو هېوادونو په ګټه وي.
په ۲۰۰۵ کال کې د هغه وخت د پېښور پوهنتون یوه وتلی پروفیسور ډاکټر فضل رحیم مروت د افغان کډوالو په باره کې په انګریزي ژبه یو کتاب خپور کړو، چې عنوان یې « د کډوالۍ تر مجاهد» وو.
ډاکټر مروت په دې کتاب کې په ډیر تفصیل او د جدي اسنادو سره دا خبره تایید کړې ده، چې د بین المللي مقرراتو نه په سرغړونې سره پاکستان، امریکا او نورو هېوادونو افغان کډوالو ته د راتلونکي نړیوال کومک نه په استفادې جنګي ډلې جوړې کړې او عام کډوال یې د مجاهد په نوم وجنګول.
د دې نه علاوه د پاکستان جنرالانو د کډوالو بېرته لیږل د هغه وخت افغان حکومت یا ادارې باندې د فشار د وسیلې کار هم اخستی دی، پاکستاني جنرالان په مجموع کې د افغان کډوالو سره داسې چلند کوي، لکه یو فاتح یې چې د مفتوحینو سره کوي .
په اوسنیو شرایطو کې چې په افغانستان کې سیاسي او ټولنیز وضعیت بحراني دی، کوم مشروع حکومت یا نظام وجود نه لري ، د افغانستان خلک د کار روزګار او د ژوند د وسایلو نه محرومه دي، په دومره ګڼ شمېر کې د بې سروسامانه کډوالو په جبری توګه اېستل به انساني ناورین ژور کړي.
ورسره به په افغانستان او ټوله سیمه کې د تروریزم او خشونت کچه لوړه کړي، ځکه چې په ستنېدونکو کې به ډېر کسان خپلو بچو ته د دوه وخته ډوډۍ لاس ته راوړلو لپاره د جنګیاليو او تروریستي سازمانونو غړي توب په اخېستلو او د نوي جنګ خاشاک جوړیدو باندې مجبوره شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.