شنبه‌های ارغواني غورځنګ:له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو اېستنه د دوی ژوند له ګواښ سره مخامخوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ وایي، چې افغانستان امن نه دی؛ له ایران او پاکستانه کډوال مه ستنوئ، دغه جبري ستنېدا د افغانستان د پخوانیو سرتېرو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.

دغه غورځنګ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، سره له دې چې افغان پوځیانو له تېرو شلو کلنونو راهیسې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کړې ده؛ خو له نږدې درېیو کلونو راهیسې د دوی وضعیت ته ډېره ناڅېزه پاملرنه شوې ده.
دغه غورځنګ زیاته کړې، چې طالبانو په دغو نږدې درېیو کلونو کې په زرګونه پخواني سرتېري نیولي، ربړولي او وژلي دي؛ خو د دوی دغه بد وضعیت ته په کتو هیڅ یوه نړۍوال بنسټ هم د دوی وضعیت ته پاملرنه نده کړې.
د دغه غورځنګ په خبره دغه سرتېري اړ شوي چې په ناقانونه او قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته ولاړ شي، چې اوس د بیا ستنولو سره مخ دي.
دغه غورځنګ همدارنګه لیکي، له هغه وخت راهیسې چې د ایران اړیکې له طالبانو سره نږدې شوې په هغه هېواد کې پخواني سرتېري د امنیت احساس نه کوي.
دوی ادعا کړې، چې د ایران او پاکستانه تر جبري ستنېدا وروسته افغان سرتېري د طالبانو له‌خوا نیول شوي او ان وژل شوي دي او یاهم نامالومه ځای ته وړل شوي دي.
دوی وایي، چې طالبانو د خپل د مشر د امر خلاف عمومي عفوه نده مراعت کړې او پخواني پوځیان یې ربړولي، نیولي او وژلي دي.

نور خبرونه

رادیو