ښکر په ښکر نړۍ؛ د افغانستان شونې ناپلوۍ ته یوه کتنه
د افغانستان په اړه په سیاسي ادبیاتو کې کله کله دا خبره هم راوړاندې شوې ده، چې سیمه او نړۍ باید افغانستان د یوه بېپرې یا بې طرفه هېواد په توګه په رسمیت وپېژني او د ښکېلو یا سیالو لوریو ترمنځ د یوه ګټور پله د حیثیت ورخپلولو لپاره له هرراز نیابتي او مخامخ ښکېلتیا څخه خوندي پاتې شي.
مبصران یوګام وړاندې ږدي او د اروپايي کړکېچونو پرمهال د سویس په سر هغې هوکړې ته د بېلګې ګوته نیسي، چې د اروپايي زبرځواکونو ترمنځ وشوه او سویس یې د یو بې طرفه هېواد په توګه په رسمیت وپېژاند. د افغانستان په شان سویس هم په وچه کې راګیر غرنی هېواد دی، چې له ۱۸۱۵ میلادي کال راپه دېخوا هېڅ اروپايي جنګ ته ورننوتلی نه دی او ان په دواړو نړیوالو جګړو کې هم بې طرفه پاتې شو او د لویې اروپايي جګړې په سراسري لمبو کې له اوره بچ شو.
ایا افغانستان د اسیا په سویس بدلېدلای شي؟
ایا د افغانستان خلک د سویس د خلکو په شان په ولسواکي او د ناپلوي سیاست په ګټو خبر دي؟
ایا زموږ سیمه د سویس د چارچاپېرو هېوادونو په شان په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي وضعیت کې ده؟
له ټولو شباهتونو او توپیرونو سره سره کېدلای شي د افغانستان ناپلوي – چې لا تراوسه د یوه سیاسي تخیل په حیث مطرح ده – حقیقت ومومي او د افغانستان د فرهنګي شرایطو او سیمه ییزو سیاسي حالاتو سره سم داسې هوکړه رامنځ ته شي.
که ګاونډي او د نړۍ مهم هېوادونه دا خبره ریښتیا کوي، چې ګواکې د افغانستان په سوله کې د ټولو ګټه ده، نو باید بالاخره دافغانستان ثبات او بې طرفي صادقانه په رسمیت وپېژني او د افغانستان له زمک -وټیز ( جیو – ایکانومیک) ځایځایګي څخه ګټه پورته کړي.
د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د جنوبي اسیا او منځني ختیځ ته د ختیزې اسیا د رسېدو اړیتیاټول پېژني؛ خو د دغې اړتیا پوره کولو ته لا د هیچا ژمنتیا او عملي اقدام لیدلشوي نه دي. بالاخره ټول لوري باید دې پایلې ته ورسیږي، چې په افغانستان کې تر دې زیاتې نیابتي لاسوهنې ته لمن وهل ټوله سیمه په اور اړولای شي، نو څه باید وشي؟
د یوه بې طرفه افغانستان په رسمیت پېژندل.
څنګه؟
راځئ لومړی وګورو، چې بې طرفي څه ده؟
په سیاسي فرهنګ کې بې طرفي یو پراخ بحث دی، ځینې وختونه بې طرفي د دوو ښکېلو اړخونو ترمنځ بې پرې پاتېدل ګڼل کیږي، خو ډېر ځله بې طرفي په مسلو، ایتلافونو، سازمانونو او شخړو کې نه ورننوتل وي.
د بې پرېتوب په بحث کې دا مهمه ده چې یو هېواد د دې وړتیا ولري چې خپل بې پرېتوب وساتلای شي. مثلاً یو مهال ایران غوښتل چې په دواړو نړیوالو جګړو کې بې طرفه پاتې شي، خو د بې طرفۍ د ساتلو توان یې نه درلود ښکېل (اشغال) شو او ستر انساني او مالي زیانونه یې ولیدل. په زړه پورې خو دا وه، چې کله يې د جګړې په پای کې د جګړې د تاوان غوښتنه وکړه، ورته وویل شول: د هغو هیوادونو لپاره هیڅ تاوان نشته چې بې طرفي یې اعلان کړې وه.
خو تر نړیوالو جګړو روسته کله چې د خلیج جګړه پېښه شوه، په دې کې ایران ظاهراً خپله بې طرفي وساتلای شوه، ځکه دا مهال یې د خپلې بې طرفۍ د ساتلو توان موندلی و.
یوازې د بې طرفۍ په اعلانولو سره بې پرې پاتې کېدل ممکن نه دي. په دې بحث کې دوه اصول مهم دي:
لومړی: خپله بې طرفي په ښکېلو اړخونو منل او هغوی په دې قانع کول، چې د بې طرفه لوري حریم ته به درناوی کوي.
دوه: له دننه څخه د بې طرفۍ ساتلو وړتیا. مانا کورني شرایط به داسې مدیریت کوې، چې له دننه څخه د ښکېلو اړخونو په پلوۍ کوم خوځښت احساس نه شي.ټول ملت باید په بې طرفۍ اجماع ولري او بې طرفي د یوه منل شوي ټولنیز قرار داد په توګه د خلکو له خوا وساتل شي.
افغانستان د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې د مثبتې بې طرفۍ ښه تجربه لرله. له بده مرغه دغه بې پرېتوب له دننه مات شو. د محمد داود د جمهوریت پر مهال، د یوه لوري څه پلویان پاکستان ته وروتښتېدل او د خپل ملي حکومت په وړاندې یې وسله پورته کړه او بل لوري له خونړي بدلون سره د شورویانو پښه دغه هېواد ته راکش کړه.
هر هېواد باید د خپل کورني وضعیت په نظر کې نیولو سره د بې طرفۍ په مساله کې خپلې سره کرښې وټاکي. او محتاط اوسي چې دا سرې کرښې له دننه ماتې نه شي. همدا راز باید د نورو سرې کرښې هم وپیژني او پوه شي چې په کومو شرایطو کې د دوی بې طرفي له بهر څخه ماتېدلای شي؟
که افغانستان غواړي په روانو کړکېچونو کې بې طرفه پاتې شي، باید یو ملي او مشروع حکومت په څرګنده او واضح توګه د خپلو سرو کرښو په اړه یو تعریف او توافق ته ورسیږي او بیا د خپلو سرو کرښو په پام کې نیولو سره له نورو (بهرنیانو) سره یو تعریف او توافق ته ورسیږي.
د شوروي له جګړې وروسته په افغانستان کې لسګونه ډلې وسلو ، سیاسي واک او پیسو ته ورسېدې، چې پاکستان، ایران، عربي او غربي هېوادونو سره یې لکۍ تړلې دي. ډېر ځله د حکومتونو تر منځ رسمي او علني اړیکي د ډله ییزو او نیابتي اورپکو د پټو اړیکو په مټ نړېدلي او کمزورې شوې دي.
په اوږد مهال کې د افغانستان د بې پرېتوب په اړه توافق ممکن دی؛ خو موږ لا هم په دې نه پوهیږو چې افغانستان به له شته کړکیچ څخه څنګه خلاصیږي؟ د سیمې دغه روزل شوې نیابتي ډلې ډلګۍ به کله د ملي ګټو په درک سره داسې بې طرفۍ ته ریښتینې لار هواروي؟ خلک به څومره او څنګه د یوې سیمه ییزې بې طرفۍ په ارزښت خبریږي او په ټینګولو کې به یې خپله ملي اراده پلې کوي؟
په ټولیز ډول، بې پرېتوب یوه مثبته تجربه ده چې د سیمې هېوادونه به یې هرکلی وکړي، خو د تورکمنستان په څېر یو جلا او تړلې بې طرفي هم پاتېدای نه شي. تورکمنستان د بې طرفۍ ښه مثال نه دی، دا مطلق سیاسي تجرید او ګوښه توب دی، نه مثبته او ګټوره اقتصادمحوره بې طرفي.
له بلې خوا افغانستان د خپل قومي – مذهبي رنګارنګۍ او مهم جیو ستراتیژیک په لرلوسره تورکمنستان نه دی. موږ باید د مثبتې بې طرفۍ په اړه فکر وکړو چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د دې بې طرفۍ په تضمین او درناوي کې خپلې ګټې ولیدلای شي. مانا په اروپا کې د سویس په شان.
خو ایا افغانستان د سویس په څیر داخلي توکمیز پیوستون لري؟
پوهیږو، چې د افغانستان لپاره ولسواکي اړینه ده. ولسواکي د بې طرفۍ له اصولو سره مرسته کولای شي، خو څنګه ولسواکي؟ د اکثریت ولسواکي یا انجمنيولسواکي ډول؟ کله ټول په یوډول نه یوډول خپل ځان په واک کې وویني، له سیاسیونو یا ډلو سره به د بهرنیانو لار جوړول او پټ و ښکاره اړیکي ټینګول له منځه ولاړ شي او په دې توګه به بې طرفي له دننه نه ماتیږي. ځکه لیدل کیږي، هغه لږکي او ډلې چې د خپل هیواد له مرکزي واک څخه خپه او غوسه دي د خپل هیواد بې طرفي ماتوي او بهرنیانو ته د دوی په چارو کې د لاسوهنې بلنه ورکوي.
له دننه څخه کاواکه بېطرفي له بهره اسانه ماتېدلای شي.
د ایران او پاکستان له خوا د افغانستان د بې پرېتوب د درناوي په وړاندې تر ټولو لوی خنډ په دغو دوو هېوادونو کې د میلیونونو افغان کډوالو شتون دی. محروم کډوال چې په سیمه کې په نیابتي جګړو کې د وړیا یا خورا ارزانه سرتېرو په توګه د ځان وژنې لپاره په اسانۍ سره استخدامیږي. که څه هم دا استخدام په ایډیالوژیکي لارو چارو او جاذبو ترسره کیږي، خو د دوی د استخدامېدلو اصلي لامل د دوی بېوزلي اومحرومیت دی.
بې طرفي یو ښه اقدام دی، خو دا خپلې داخلي، سیمه ییزې او نړیوالې اړتیاوې لري چې باید په ورته وخت کې ورته پام وشي. بې طرفي شعار نه دی، عمل دی.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.