‏د طالبانو د کډالو وزارت: تر ۸۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه ستانه کړای شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه (د وري په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه) د تورخم او سپین بولدک له لارې د ۸۳۷ تنو افغان کډوالو له راستنېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ لیکلي، ۹۰ کورنۍ چې ټولټال ۴۶۸ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستانه د تورخم له لارې ستنې کړای شوې دي.
د دغه امریت په وینا، دغه کډوال د کډوالو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
‏له بل پلوه بیا د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۶۷ کورنۍ چې ټولټال ۳۶۹ کسان کېږي د تورخم له لارې راستنې شوې دي.
د دغه امریت په وینا، دغه کډوال د دغه ولایت په کډوالۍ اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د خوړو نړۍوال پروګرام او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندل شوي دي.
تر دې وړاندې د ناروې د کډوالو شورا د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و، چې له پاکستانه ډېری راستنېدونکي ماشومان اوس له ښوونځي څخه پاتې دي.
دغې شورا د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، له پاکستانه د څه باندې ۵۴۰ زره افغانانو تر جبري ستنېدو وروسته په زرګونه ماشومان تعلیمي مرستو ته اړ شوي دي.
ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون راپور ورکړی و، چې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو لپاره د پاکستان حکومت له‌خوا بشپړ چمتوالی نیول شوی.
د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند رفاقت خان دغې رسنۍ ته په خبرو کې ویلي و، چې د بېرته ستنولو دویمې لړۍ لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی، چې په کې به د قانوني اسنادو پرته نور ټول کډوال شامل وي.
له بل پلوه بیا د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، په افغانستان کې د روغتیایي اسانتیاوو د نشتوالي له امله دوی دې ته په اندېښنه کې دي چې که له پاکستانه نور کډوال هم اېستل کېږي؛ نو په افغانستان کې به خلک د روغتیایي ناورین سره مخامخ شي.

نور خبرونه

رادیو