طالبانو په سرپل ولایت کې یو مېله ځای د مېلهوالو پر مخ وتاړه
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/f64419b702188fbd5a44290bc057e5ec93a2c6b2-1053x702.jpg?rect=0,55,1053,592&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو پر دوام، دغې ډلې په سرپل ولایت کې یو مېله ځای د مېلهوالو پر مخ وتاړه. دغه مېله ځای تېره ورځ جمعه په سرپل ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست لهخوا د مېلهوالو پر مخ تړل شوی دی.
له بل پلوه په سرپل ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت په توغني کلي کې د «منکراتو» له کبله یې هوایي ځانګو ګانې تړلې دي.
خبرپاڼه زیاتوي:« د لمونځونو نه ادا کېدل او د ښځو او نجونو بې حجابۍ له امله مو دغه مېله ځای تړلی دی.»
طالبانو تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې پارکونو او مېله ځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی وو.
طالبانو تل د خپل دغو بندیز لامل د ښځو «بې حجابي» یاده کړې ده.
اوسمهال په پلازمینه کابل کې ټول پارکونه او مېله ځایونه د ښځو لپاره تړل شوي دي.