د ترکیې پولیسو د دغه هېواد په دوو ښارونو کې ۴۵ افغان کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۳ وری ۳۱

د ترکیې پولیسو په دوو جلا عملیاتو کې ۲۹ تنه ناقانونه افغان کډوال د بالکسیر په ښار او ۱۶ نور د چاناک قلعه په ښار کې نیولي دي.

پوليسو په دغو دوو ښارونو کې څلور قاچاق وړونکي د نشه يي توکو د قاچاق په تور هم نيولي دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ (د وري ۳۱مه) ۲۹تنه "ناقانونه" افغان کډوال نیول شوي او د بهرنیو وګړو د ستنولو مرکزونو ته وړل شوي دي.

همدا راز، د ترکیې پولیسو په چاناک قلعه ښار کې ۱۶تنه افغان کډوال د یوې لارۍ د پلټلو پر مهال نیولي او د بهرنیو وګړو د ستنولو مرکزونو ته یې افغانستان ته د لیږلو په موخه استولي دي.

د چاناک قلعه ښار پولیسو ویلي، چې څلور تنه قاچاق وړونکي یې هم تر لازمو څیړنو وروسته محکمې ته معرفي کړي دي.

ترکیې له یوې اوونۍ څخه په کمه موده کې تر ۱۰۰ ډېر افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نیولي دي.

ترکیه کې د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغانانو د نیولو لپاره د پوستو او ګرځنده ګزمو له زیاتېدو وروسته د کډوالو د نیولو بهېر هم ګړندۍ شوی دی.

نور خبرونه

رادیو