اکسپرېس ټربیون: د افغان کډوالو د اېستلو دویمې لړۍ لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی

AP ۱۴۰۳ وری ۲۹

پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو دویمې لړۍ لپاره د پاکستان حکومت له‌خوا بشپړ چمتوالی نیول شوی.
د پاکستان حکومت د ټاکل شوي ضرب الاجل له ختمېدو یوه ورځ تېرېږي او ویل کېږي، چې حکومت د دغې لړۍ پیلولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند رفاقت خان ویلي، د بېرته ستنولو دویمې لړۍ لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی چې په کې به د قانوني اسنادو پرته نور ټول کډوال شامل وي.
د هغه په وینا، په پېښور او لنډي کوتل کې جوړ شوي کمپونه هر یو د ۲۰۰۰ او ۱۵۰۰ کسانو د استوګنې ظرفیت لري او د تورخم له لارې افغانستان ته د لېږد پرمهال به د اې سي سي کارټ لرونکو کډوالو لپاره فعال وي.
هغه وایي، په دغو کمپونو کې به هغو کډوالو ته وړیا ترانسپورت، استوګنه او خواړه ورکول کېږي چې غواړي په خپله خوښه بېرته ستانه شي.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو دغه پرېکړه یې د نړۍوالو او پاکستاني قوانینو سره سمون لري.
تر دې وړاندې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان حکومت دغه پرېکړه د کډوالۍ له نړۍوال قانون خلاف یاده کړې وه.
ښاغلي رفاقت خان زیاته کړې:« موږ خلک په خپله خوښه ستنېدو ته هڅوو او هغه کډوال چې د ویزو په ګډون قانوني اسناد نه لري او په ناقانونه توګه پاتې کېږي؛ نو د بهرني قانون سره سم به ونیول شي او وبه اېستل شي.»
هغه ویلي، د پوليسو له‌خوا د اې سي سي لرونکو کډوالو د اېستنې په تړاو د نقشې جوړولو او د هغوی د استوګنو په نښه کولو لپاره د سروې كار بشپړ شوی دی.
هغه وویل، چې د اې سي سي لرونکي زیاتره کډوال په پېښور او خیبر ولسوالیو کې اوسېږي.
هغه خبرداری ورکړی، د هغو کسانو پر وړاندې به قانوني تګلارې پیل شي چې د حکومت له حکمونو اطاعت نه کوي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ شمېرې ښیي، چې اوس‌مهال شاوخوا اته سوه زره د اې سي سي کارټ لرونکي افغان کډوال په پاکستان کې اوسېږي.
د دغې ادارې په وینا، ۱.۳ مېلیونه نور افغانان بیا د پي او ار کارټونه لري.

نور خبرونه

رادیو