د طالبانو د کډوالو وزارت: له پاکستانه تر ۲۰۰ ډېر کډوال په جبري توګه ستانه کړای شول

AP ۱۴۰۳ وری ۲۹

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې له پاکستانه د تورخم له لارې (د وري په ۲۸مه) نېټه ۲۷۷ افغان کډوال هېواد ته په جبري توګه ستانه کړای شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۵۳ کورنۍ چې ټولټال ۲۷۷ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړای شوې دي.
د دغه امریت په وینا، دغه راستانه شوي کډوال د کډوالو په اداره کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
ورته مهال پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون راپور ورکړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو لپاره د پاکستان حکومت له‌خوا بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.
د خېبرپښتونخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند رفاقت خان ویلي، چې د بېرته ستنولو دویمې لړۍ لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی، چې په کې به د قانوني اسنادو پرته نور ټول کډوال شامل وي.
له بل پلوه بیا د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، په افغانستان کې د روغتیایي اسانتیاوو د نشتوالي له امله دوی دې ته په اندېښنه کې دي چې که له پاکستانه نور کډوال هم اېستل کېږي؛ نو په افغانستان کې به خلک د یو ناورین سره مخامخ شي.

نور خبرونه

رادیو