بې پولې ډاکترانو له پاکستانه د افغان کډوالو د دویم پړاو پر اېستلو اندېښنه ښودلې

AP ۱۴۰۳ وری ۲۹

د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي، په افغانستان کې د روغتیایي اسانتیاوو د نشتوالي له امله دوی دې ته په اندېښنه کې دي، چې که له پاکستانه نور کډوال هم اېستل کېږي؛ نو په افغانستان کې به خلک د یو ناورین سره مخامخ شي.

دغې ټولنې د سه شنبې په ورځ وویل، چې لا هم په افغانستان کې ګڼ خلک له روغتیايي چوپړونو بې برخې دي او بې‌وزلي او وزګارتیا هغه بله ستونزه ده، چې افغانان ورسره غاړه غړۍ دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، د اپرېل له نیمايي وروسته به د (اې سي سي) کارت لرونکي کدوال هم له خپلې خاورې باسي چې د دوی شمېر هم شاوخوا یو مېلیون تنو ته رسېږي.
د بې پولې ډاکترانو ټولنه وایي، چې د ساري او مکروبي ناروغیو ډېرښت او هلته د ډاکترانو او دارو درملو کمښت د دې لامل کېږي، چې ګڼ خلک په تېره بیا ماشومان او مېرمنې په بېلابېلو ناروغیو اخته شي.
تر دې وړاندې هم ځینو مرستندویه ټولنو په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي او کموالي له امله اندېښنې په ډاګه کړې وې.
تېر کال هم پاکستاني چارواکو له نیم مېلیون څخه ډېر افغان کډوال له خپلې خاورې اېستې وو، چې ګڼ شمېر یې د روغتیایي ستونزو سره مخامخ شوي وو.

په دوی کې ګڼې ساري ناروغۍ خپرې شوې وې او ډېر شمېر ماشومان یې په سیخ و برېښ، والګي، شري او نورو ناروغیو اخته شوي وو.

نور خبرونه

رادیو