فریبا رضایي د ۲۰۲۴ کال د المپیک له سیالیو د افغانستان د اېستلو غوښتنه وکړه

د المپیک لومړنۍ ښځینه افغان لوبغاړې فریبا رضايي د ۲۰۲۴ کال د پاریس د المپیک په سیالیو کې د ګډون کوونکو هېوادونو له نوملړ څخه د افغانستان د اېستلو غوښتنه وکړه.

د المپیک لومړنۍ ښځینه افغان لوبغاړې فریبا رضايي د ۲۰۲۴ کال د پاریس د المپیک په سیالیو کې د ګډون کوونکو هېوادونو له نوملړ څخه د افغانستان د اېستلو غوښتنه وکړه.
مېرمن رضایي له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د المپیک له نړۍوالې کمیټې وغوښتل، څو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د المپیک په سیالیو کې د ګډون اجازه ور نه کړي.
د نوموړې په خبره؛ طالبانو په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او پر ښځو یې پراخ بندیزونه لګولي دي.
فریبا رضایي د المپیک له کمېټې غواړي، چې په دغو سیالیو کې په تبعید کې لوبغاړو ته د برخې اخېستو فرصت ورکړي.
نوموړې چې اوسمهال په وینکوور کې اوسیږي، رویټرز ته ویلي: "که د ۲۰۲۴ کال د المپیک په سیالیو د طالبانو استازي برخه واخلي د اروپایي هېوادونو لپاره خطرناک دی."
مېرمن رضایي د افغان ښځو او ماشومانو پر وړاندې د طالبانو ناوړه چلند ته په اشارې سره وویل، چې دغه ډله خورا خطرناکه ده.
د راپورونو له مخې؛ تر مېرمن رضایي مخکې یو شمېر نورو افغان لوبغاړو هم د المپیک له کمېټې غوښتي وو، چې هغو افغان لوبغاړو ته په دې سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړي، چې له افغانستانه بهر اوسېږي.
افغان لوبغاړي په داسې حال کې د المپیک په سیالیو کې د افغانستان د اېستلو غوښتنه کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د ښځو په ورزش، زده کړو او د کار ترڅنګ په لسګونو فعالیتونو بندیزونه ولګول.
د ویلو ده، چې طالبان له محرم پرته هم ښځو ته د سفر اجازه نه ورکوي او تېره ورځ یې کوزو ته د څلورو ښځو د سفر مخه ونیوله.


د هالنډ محکمې نن د پلچرخي زندان د پخواني رييس د دوسيې د څېړلو پروسه پيل کړه. عبدالرزاق عارف په شپیتمه لمریزه لسیزه کې د جنګي جرمونو او سیاسي بندیانو د ځورونې په تور دوه کاله وړاندې په ۱۲ کاله بند محکوم شو.
د هالنډ محکمې د "نړیوال قضاوت" د اصولو پر اساس،چې هېوادونو ته اجازه ورکوي د جنګي جرمونو یا د بشریت ضد جرمونو په اړه شکمن کسان محاکمه کړي، عبدالرزاق عارف مجرم وباله او هغه یې په ۱۲ کاله بند محکوم کړ.
د دغه حکم له صادرولو وروسته د ښاغلي عارف مدافع وکیلانو پر دغه پرېکړه د غور غوښتنه وکړه.
د څارنوالانو په وینا نوموړی ۲۳ کاله وړاندې هالنډ ته تللی او هلته یې د جعلي نوم او جعلي هویت اسنادو په کارولو سره ویلي چې په افغانستان کې ښوونکی و.
په هالنډ کې د ښاغلي عارف د پناه غوښتنې له منل کېدو وروسته نوموړي د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړ.
د استیناف محکمې د بیا کتنې جلسه کې د ښاغلي عارف وکیلان هڅه کوي چې د نوموړي د بند موده کمه کړي، خو د څارانوالانو په وینا، کوم جرمونه چې عارف د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند په وخت کې کړي، هغه یې د دې سزا مستحق دی.
اوس استیناف محکمه کې د ښاغلي عارف مدافع وکیلانو د هغه ډېر عمر ته په اشارې سره د بند د کلونو د کمولو غوښتنه کړې ده.
خو څارنوالانو استدلال کړی، چې نوموړي پر بندیانو ډېر ناانساني حالت تېر کړې دی او د هغو جرمونو له امله د دې سزا مستحق دی، چې د کابل ختیځ ته په پلچرخي زندان کې د ښاغلي عارف د ادارې پر مهال شوي دي.
په ابتدایه محکمه کې یو شمېر عیني شاهدان په دې باور وو چې د پلچرخي زندان پخواني رییس پخپله د بندیانو په شکنجه کولو کې مستقیم لاس درلود.
ښاغلی عارف له ۱۳۶۱ تر ۱۳۶۸کلونو د پلچرخي زندان مشر و.
هالنډ تر دې وړاندې هم د پخواني شوروي د ملاتړي حکومت د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د پوځي استخباراتو درې لوړ پوړي چارواکي د ورته جرمونو په تور محاکمه کړي دي.

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند وايي وروستيو سېلابونو ۶۶ کسان مړه کړي او ۳۶ نور يې ټپيان کړي دي. ملا جانان سایق وايي، همدې سېلابونو کې ۶۰۰ څاروی مړې شوي او ۱۲۳۶ کورنه ویجاړ شوي دي.
ښاغلي سایق نن د بهرنيو مرستندویه ادارو سره نن په ګډه ناسته کې ويلي، چې زيانمني کورنۍ لاس نيوي او مرستو ته اړتيا لري.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملابرادر پرون په روزګان کې د سېلاب ځپلو کورنيو سره د غمرشيکۍ او لاس نيوي په موخه د خپل سفر پرمهال ويلي، چې دوی د هېواد په ټولو سېمو کې له سېلا ځپلو کورنيو سره مرستې کوي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو وزارت نن سې شنبه د سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو له مرستندویه ادارو سره په ناسته کې د هغوی د عاجلې پاملرني غوښتنه کړې.
د طالبانو دې وزارت په خپله اعلاميه کې ليکلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو په دې ناسته کې ډاډ ورکړی؛ چې له سیلاب ځپلو سره د بیړنیو اړتیاوو له پوره کولو وروسته د دوی لپاره دایمي کورونه جوړ کړي.
په اعلاميه کې راغلي، چې په ناسته کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو سرپرست وزير غلام غوث ناصري له نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه، چې خپلي مرستې له دوی سره په همږغۍ وکړي.
د طالبانو په دې اعلامیه کې راغلي، چې په ناسته کې د ملګرو ملتونو اړوند اوچا ادارې د کډوالو نړیوال سازمان، د کډوالو لپاره د ملګرونو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال سازمان، د کانکو ډيموکراټیک جمهوريت استازي، د ماشومانو د ساتنې ادارو او د يو شمېر نورو مرستندویه موسيسو استازو په افغانستان کې د سېلاب ځپلو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې ډاډ وړاندي کړی.

طالبانو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب بریا رادیو تلویزون او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي نور تلویزون خپرونې بندې کړې. طالبان وايي، دې تلوېزونونو «ملي او اسلامي ارزښتونه نه مراعتول» ځکه وتړل شول او چې محکمه کې یې د دوسیو پرېکړه کېږي خپرونې به یې بندې وي.
د طالبانو د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسون وايي، دغو دوو ادارو ته بیا بیا خبرداری ور کړل شوی و، خو اصول یې مراعت نه کړل، ځکه یې خپرونې بندې شوې.
د طالبانو دا ګام له هغه یوه ورځ وروسته دی چې پرون بریا تلوېزون خپل یوټیوب چینل کې د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د تېر اختر د لیدنو ویډو خپره کړه.
د ښاغلي حکمتیار له دې ویډیو د افغانستان انټرنشنل په ګډون مختلفو رسنیو خبرونه جوړ کړل.
له دې خبر څو ساعته وروسته طالبانو پر ګلبدین حکمتیار له نورو خلکو سره د لیدنو بندیز هم ولګاوه.
د طالبانو عدلیې وزارت تېره اونۍ د سیاسي ګوندونو پر فعالیت هم د بندیز بیا خبرداری ور کړ.
د عدلیې وزیر په یوه غونډه کې په ځانګړي ډول د حکمتیار یادونه وکړه او ویې ویل، «حزب حزب یادوي، خو په دې نه پوهېږي چې حزب یادول جرم دی.»
د طالبانو واکمنېدو سره پر ازادو رسنیو او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو زیاتېدو سره په تېرو دوه نیمو کلونو کې ډېرې رسنۍ وتړل شوې.
د خبریالانو او د رسنیز ډګر د وضعیت په اړه د خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپل وروستي راپور کې لیکلي، د جمهوریت د وخت له ټولو ۲۴۸ټلویزیونونو اوس ۶۸ټلویزیوني شبکې، له ۴۳۸ راډیوګانو ۲۱۱ راډیوګانې، له ۹۱ ورځپاڼو ۱۱ چاپي ورځپاڼې پاتې دي او شاوخوا ۶۰۰ښځینه خبريالانې اوسمهال پر دندو بوختې دي.
دې ادارې دا هم ویلي چې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې دمګړۍ هیڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې په رسنیزو چارو بوخته نه ده.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اسيا ملتونو جام سياليو لپاره د فوټسال ۱۴ کسيزه ملي لوبډله اعلان او د لوبغاړو نوملړ يې خپور کړ. د فوټسال د ۲۰۲۴ کال اسیايي سیالۍ تایلینډ کې سبا یا د اپریل میاشتې په ۱۷مه پيلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۸مې نیټې به دوام وکړي.
د فوټسال اسیا ملتونو جام په سيالیو کې افغانستان په ډي ګروپ کې له ایران، کوېټ او بحرين سره لوبي کوي او خپله لومړۍ سیالي یې د اپريل په ۱۸مه نېټه له ایران سره ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک پاڼه د مجيد مرتضا ابرودي په روزنه د فوټسال ملي لوبډلې ۱۴ لوبغاړي اعلان کړه.
فدراسيون په دې لوبغاړو کې محمدجواد صفري، علي رضا جعفري، علي احمد محسني، مهدي نوروزی، علي جعفري، میثم فیضي، رضا محسن پور، مهران غلامي، امید قنبري، اکبر کاظمي، محمد مرادي، فرزاد محمودي، حسین محمدي او صیاد مجتبا غوره کړي دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو یو مکتوب ترلاسه کړی، چې پکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په دغه ډله کې د درز پیدا کېدو د مخنیوي لپاره دوحه کې له سیاسي دفتر او نورو طالب چارواکو غوښتي، چې په دغه دفتر کې د بهرنیو هېوادونو له استازو سره هر ډول «خپلسرې ښکاره او پټي غونډې منع دي.»
د طالبانو باخبره سرچینو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال عبدالحق عمري سره په دې هکله د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د یوې غونډې جزیات شریک کړي دی.
د ملا هبت الله مشرۍ دا غونډه د کندهار په ولایت مقام کې د طالبانو په منځ کې د مغرضانه او خپلسرو اقداماتو د مخنیوي په هکله جوړه شوې وه.
د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ په دې غونډه کې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر کې د طالبانو د دفاع وزارت او استخباراتو لوی ریاست مسوولینو د ناستو او د بهرنیو هېوادونو له استازو سره د لیدنو یادونه او د مخنوي پرېکړې یې شوې ده.
لومړۍ پرېکړه دا شوې ده، چې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر په خپلسر له بهرنيو استازو سره نشي لیدلی.
دوهمه پرېکړه دا چې په دوحه کې د ورته غونډو لپاره د طالبانو سیاسي دفتر غړي او په کابل کې طالب چاروکي کې هلته د سفر او لیدنو جربات څو ورځې مخکې د طالبانو د مشر دفتر ته ورسوي.
په پرېکړه کې زیاته شوې چې د مشر دفتر کوم هدایت نه وي کړی، نو طالب چارواکي دې په دې تړاو دې هیڅ اقدام نه کوي، ځکه چې دا نه یوازې «د امیر له حکم سرغړونه ده بلکې په ښګاره ډول دوښمن ته د اسلامي امارت په سپیڅلي صف کې د درز او اختلاف پيدا کولو ته لاره پرانیځي.»
په دې ناسته کې ویل شوي چې «د دوښمن موخه یوازې دا نه ده چې د طالبانو مشران د داعش په واسطه په نښه کړي بلکې د دوښمن ځانکړې هڅه داده، چې د طالبانو په صف کې د اختلافانو پیدا کولو له لارې ځان ځای کړي او پر څو ډلو تر وېشلو وروسته خپل هدف ته ځانونه ورسوي.»
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له دې غونډې وروسته د ملا هبت الله دفتر یو حکم په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ته لېږلی دی.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د دې مکتوب یوه کاپي له خپلو سرچینو ترلاسه کړې ده.

په دغه حکم کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو له استازو سره د طالب چارواکو د لیدونو یادونه شوې ده او لیکل شوی چې د طالبانو له پرلپسې غوښتونو سره تر اوسه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دوی ته نه ده سپارل شوې او د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره هڅې کوي چې دا اقدام په هېڅ صورت طالبانو د منلو نه دی.
په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ته د ملا هبت الله د لېږلي حکم په کې اخر کې د سیاسي دفتر له ټولو غړو غوښتنه شوې، چې د حکم پر منلو او عملي کولو کې موکلف دي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله په داسې حال کې دا اقدام کوي چې له دې وړاندې د طالبانو دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد،د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د استخباراتو لوی رییس عبدالوثیق ترڅنګ ځینې طالب چارواکي دوحې تګ او راتګ لري.
طالبانو ځینې مشران چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي دي اوس د دغې ډلې په حکومت کې وزیران دي، کورنۍ په دوحه کې اوسیږي.
اوس پوښتنه دا ده چې له دې حکم وروسته به ملا هبت الله د هغو طالب مشرانو د لیدنو مخه ونیسي چې په دوحه کې مېشت دي او په پټه د بهرنیو هېوادونو له استازو سره لیدنې کوي؟