د نړۍ د نیابتي جګړو شالید؛ په روان کړکېچ کې افغانستان ته څه پکار دي؟
د بشریت تاریخ له جګړو څخه پیل شوی دی او دا جګړې اوس هم دوام لري، په راتلونکي کې به هم جګړې ختمې نه شي؛ خو د هر پېر د جګړو نوعیت او تاکتیکونه سره توپیر لري. که اسلامي تاریخ ته نظر واچوو، د بشریت له خلقت څخه وروسته لومړۍ جګړه د وروڼو تر منځ پيل شوه.
قابیل خپل ورور هابیل د واده او حیثیت د ساتلو په خاطر وواژه، په دې توګه قابیل قاتل او هابیل شهید یاد شو.
دواړه د ادم (ع) زامن وو؛ خو قابیل د خپل پلار امر د شخصي خواهشاتو، عزت او پیغور له امله ونه مانه او خپل ورور یې وواژه.
وروسته دا جګړې او تاوتریخوالی وخت په وخت زیاتیده، زورور به مظلوم خپل تابع ګرځاوه او که تابعت یې نه کاوه، هغه به یې له منځه یووړ.
په لومړنیو او منځیو پېړیو کې یې د ښکار ساحې او د جغرافیي موقعیت له یو بل څخه نیولې او وړې - وړې باچاهۍ یا د قلمرو ساحې جوړې شوې.
وروسته باچاهانو به په خپل قلمرو قناعت نه کاوه او هڅه به یې کوله، چې امپراطوري ګانې جوړې او د نورو پاچاهانو په قلمرو برید وکړي.
اکثریت پاچاهان به د دوښمن په لاس او یا د خپل دربار په چاپیریال کې د کورنۍ شخړو او رقابتونو له امله وژل کیدل.
کله چې په ۱۶۴۸ز کال کې په اروپا کې د ویستپالیا له تړون څخه وروسته د هېوادونو جوړېدل یا Nation States مفکوره رامنځته شوه او بیا د نیشن سټیټ په رامنځته کېدو سره پرمختګ او صنعتي انقلاب رامنځته شو، په نولسمه پېړۍ کې د نېشنالیزم روحیه پیاوړې شوه او هرې باچاهۍ به د خپلو خلکو د ګټو ساتلو څخه دفاع کوله او هغه جغرافیه به یې ساتله.
د نېشنلیزم د رامنځته کېدو سره ملي هویتونه لکه؛ جرمن، انګلیس، فرانسه، افغان او نور هم رامنځته شول او نېشنلیزم منفي او مثبت اړخونه درلودل.
د نېشنلیزم مثبت اړخ دا و، چې د هېوادونو وګړو ته حیثیت او ویاړ ورکړ او د اوسېدونکو تر منځ یې یووالی رامنځته کړ؛ تر څو د نورو په وړاندې د خپلو هېوادونو د وګړو د ګټو او قلمرو (جغرافیه) څخه دفاع وکړي.
د نېشنلیزم منفي اړخ بیا دا و، چې ځینو قومونو او هېوادونو ته یې د برترۍ احساس ورکړ او په نورو هېوادونو یې تېری پیل کړ، چې لومړۍ او دوېمه نړۍواله جګړه یې ښې بېلګې دي، چې میلیونونه انسانان پکې ووژل شول.
د لومړۍ نړۍوالې جګړې څخه وروسته اروپایان په خپل منځ کې سره کیناستل او په جینوا کې د لیګ اف نیشن (League of Nation) تړون په کال ۱۹۲۰ز کې امضا کړ.
په دغه تړون کې ۴۱ هېوادونو برخه درلوده، چې هغه وخت د نړۍ ۷۰ سلنه نفوس یې جوړاوه او وروسته د دغه تړون شمېر شپیتو هېوادونو ته ورسید.
په اصل کې د دغه تړون موخه دا وه، چې اروپایان په خپلو کې جګړه ونه کړي او هم هغه مستعمرې چې دوی د نړۍ په نورو سیمو کې لري، هلته د جګړو مخه ونیسي.
په حقیقت کې یې نړۍ په یو ډول ووېشله.
دا تړون نړۍوال تړون نه و، ځکه امریکا او اکثره هېوادونه چې د دوی مستعمرې وې، په دغه تړون کې برخه نه درلوده.
همدا و چې دې تړون ونه شو کړای چې د دوېمې نړۍوالې جګړې مخه ونیسي او دوېمه نړۍواله جګړه د جرمنانو او متحدینو تر منځ په اروپا کې رامنځته شوه.
دوېمه نړۍواله جګړه د لومړۍ نړۍوالې جګړې په پرتله ډیره خونړۍ وه؛ ځکه نوې وسلې جوړې شوې وې او د امریکا له خوا په جاپان باندې د دوو اټومي بمونو په غورځولو سره پاې ته ورسېده.
د دوېمې نړۍوالې جګړې له پاې سره د ملګرو ملتونو یا United Nations په کال ۱۹۴۵ز کې د امریکا په کلفورنیا ایالت کې رامنځته شو.
دا تړون هم د لیګ اف نیشن تړون پر بنسټ و، چې د نړۍوالې جګړې پنځو لویو ګټونکو هېوادونو لکه امریکا، شوروي اتحاد، فرانسې، انګلستان او چین ځانونو ته د ویټو حق ورکړ.
د ملګرو ملتونو له جوړېدو وروسته دوه قطبي نړۍ د لویدیځ او ختیځ ترمنځ رامنځته شوه.
د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې اصلي پرېکړې همدا پنځه هېوادونه کوي او د نورو هېوادونو رایه دومره ارزښت هم نه لري.
د P-5 پنځو هېوادونو په حقیقت کې د نړۍ ګټې او د خپل قلمرو ساحې په خپلو منځو کې سره بیا ووېشلې.
هېوادونه او انسانان په طبیعي توګه تل حریص وي اوغواړي چې خپل د نفوذ ساحه او اقتصاد پیاوړې کړي.
د دغه حرص پر بنسټ خامخا د یو بل د کنترول او نفوذ په ساحه کې مداخله کوي.
د ختیځ او لویدیځ بلاک له جوړېدو سره دا مداخلې ونه درېدلې.
دواړو بلاکونو غوښتل، چې د یو بل د نفوذ او کنټرول ساحو کې نفوذ وکړي.
د دې لپاره چې د یو بل په ساحه کې نفوذ وکړي، د سړې جګړې په وخت کې نیابتې جګړې روانې وې، چې افغانستان هم د دغه نیابتو جګړو څخه بچ نه و او له ټولو سیمو څخه افغانستان زیات د دغه نیابتي جګړو قرباني شو او اوس هم دا نیابتې جګړه په افغانستان کې ختمه نه ده.
په ۱۹۹۱زکال چې د شوروي اتحاد امپراطوري له منځه لاړه، نو د نړۍ دوه قطبي سیاست په یو قطبي سیاست بدل شو.
امریکا د نړۍ یوازینی لوی قوت پاتې شو او تل لوی قوت خپلې ټولې پرېکړې یوازې د خپلو ګټو په چوکاټ کې کوي او د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره دا ستونزمنه وه، چې د امریکا د پرېکړو په وړاندې ودریږي.
له۱۹۸۰ز کلونو راهیسې د ګلوبلایزیشن یا د نړۍ د نړۍوال کېدو سره ساینس او ټېکنالوژي په ډیرې چټکۍ سره پرمختګ وکړ او د انټرنیټ نړۍ رامنځته شوه.
د ګلوبلایزیشن سره د معلوماتو نړۍ یا Information Age دوره رامنځته شوله او د نړۍ ډېرو هېوادونو زیات پرمختګ وکړ.
له بده مرغه افغانستان د نړۍ د پرمختګ په دغه مهم پړاو کې په نیابتي جګړو کې ښکیل و او د اسیا په کچه له ټولو وروسته هېواد پاتې شو.
د رشد او پرمختګ د فرصت دا پړاو هم افغانانو لکه د پخوا په شان چې له نورو فرصتونو څخه یې ګټه نه وه اخېستې، له لاسه ورکړ.
په ګلوبلایزیش او معلوماتي نړۍ کې نوي اقتصادي او پوځي قوتونه رامنځته شول چې دې ته New Emerging Power وایي.
په ۲۰۰۹زکال کې ایمرجینګ پاور، د برېکس (BRICS) په نوم یو بل اقتصادي سازمان رامنځته کړ چې د امریکا د ګټو په وړاندې ودریږي او خپل منځ کې اقتصادي اړیکې ښې کړي، تر څو یو لوی اقتصادي بلاک د امریکا په وړاندې جوړ کړي.
په برېکس کې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا شامله وه.
سږ کال ۲۰۲۴ز کې ایران د متحده عربي امارت، مصر او یوتوپیا هېوادونه هم د برېکس غړي شول او ویل کیږي، چې دا اقتصادي اېتلاف به نور هم پراخ شي.
دغه نوي راټوکیدلي اقتصادي او پوځي قوتونه سره هڅه کوي، چې د امریکا په وړاندې نوي اتحادونه جوړ کړي.
اروپا هم هڅه وکړه، چې د اروپایي اتحادیې (European Union) په جوړولو او د یورو په رامنځته کولو سره د امریکا قوت ته ګواښ مخامخ کړي؛ خو په اروپا کې انګلستان د دغه اتحادیې غړی نه شو او هغوی خپله کرنسي پونډ وساته.
اوس خبره په هندو-چاینا او لرې ختیځ کې ده او اقتصادي سیالۍ د امریکا او چین هلته راټوکیدلي دي.
د دغه اقتصادي اېتلافونو په وړاندې هم ډېرې ستونزې په مخ کې دي او شاید چې ونه شي کړای ډېر ژر د امریکا په وړاندې جدي ګواښ شي.
ځکه امریکا اوس هم د نړۍ لوی پوځي او اقتصادي قوت او د نړۍ د اقتصاد کیلي چې ډالر او بانکي سیستم دی، د امریکا په کنټرول کې دي.
د سړو جګړو له امله د اروپا په ډېرو هېوادونو کې د امریکا پانګونه شته او هلته پوځي حضور لري، نو اروپا هم ونه کړای شو چې د امریکا په وړاندې لوی خنډ شي.
د برېکس هېوادونه هم خپلې ستونزې لري، د بېلګې په توګه هند او چین نشي کولی، چې په یوه لاره سره ولاړ شي.
هند، سعودي عربستان، اسراییل او متحده عربي امارت نوی اېتلاف رامنځته کاوه؛ خو د برېکس هېوادونه غواړي چې دا اتحاد قوي نشي.
د نړۍ د اقتصادي او پوځي اېتلافونو او قوتونو د رامنځته کیدو په وړاندې امریکا هم غلې نه ده او هڅه کوي، چې دا اېتلافونه خپلو موخو ته ونه رسېږي او د نړۍ په بېلابېل سیمو کې نوې جګړې رامنځته شوې، چې د همدې سیالیو په لړ کې د اوکراین او منځني ختیځ جګړې یې نوې بېلګې دي.
دغه تاریخي شالید په کتو سره جګړې د کورنیو، قومونو، او هېوادونو ترمنځ اکثره د ویرې، ګټو او عزت یا پرستیج ساتلو له امله رامنځته کیږي.
په هر حالت کې د جګړې اصلي موخه د خپلو ګټو ساتل دي.
د اوکراین جګړه ځکه رامنځته شوه، چې د امریکا په مشرۍ د ناټو نفوذ تر اوکراینه ورسېد او روسیې فکر وکړ، که اوکراین هم په ناټو او اروپايي اتحادیه کې شامل شي، نو دا د دوی لپاره Existential Threat یا د بقا تهدید دی، نو ځکه یې د ویرې له امله په اوکراین برید وکړ.
شاید امریکا دا غوښته چې روسیه په اوکراین برید وکړي، تر څو روسیه او هم اروپا په اوږده جګړه کې ښکېل کړي او همداسې هم وشوه.
دا چې د دې جګړو پایلې، ګټې او تاوان به اورپا او روسیې ته څه وي، هغه به وروسته معلومه شي.
د ویرې له امله کله ضعیفه لورې د مقابل لوري په اهدافو نا خبره برید کوي، چې داسې بریدونو ته Pre-emptive strike وایي چې مخکې له دې چې دښمن ستا په قوت او اهدافو برید وکړي، نو د ویرې برید پیلوي، تر څو د مقابل لورې ستراتیژیک قوت له منځه یوسي.
د منځني ختیځ کړکېچ:
اسراییلو څو ځلې په ایران، عراق او سوریې بریدونه وکړل، تر څو دا هېوادونه قوي پاتې نشي او داسې وسلې جوړې نه کړي، چې د اسراییلو موجودیت له ګواښ سره مخامخ کړي.
ایران هم د اسراییلو په خلاف د نیابتي ډلو لکه حزب الله، حماس او حوثي ډلو څخه کار اخېسته.
اسراییل غواړي، چې ایران په مستقیمه توګه په جګړه کې ښکیل کړي ځکه یې په سوریه کې د ایران په کونسلګری برید وکړ.
لوی قوتونو تل د نیابتي جګړو له امله هڅه کوي، چې د نیابتي ډلو او وړو هېوادونو څخه کار واخلي تر څو خپله مخامخ په جګړه کې ښکیل نشي، ځکه د لویو قوتونو جګړې په اوسني وخت کې چې ډیرې پرمختلې وسلې لري، یو بل محوه کولې شي او نه غواړي چې دا وسلې د یو بل په ضد استعمال کړي.
البته دغه وسلې د Deterrence په توګه ساتي او یو بل ته ښيي چې که په ما مو برید وکړ نو ستاسي هم خیر نشته، ځکه زه هم پرمختللې وسلې لرم او ستا اهداف ویشتلی شم، لکه ایران چې په اسراییلو برید وکړ.
د ایران هدف هم د جګړو پراخوالی نه دی؛ خو دا یې اسراییل ته وښوه چې که د پخوا په شان دې برید وکړ نو دوی اوس پرمخ تللې وسلې لري او کولې شي، چې د اسراییلو په ضد یې استعمال کړي.
د دغه محدودو جګړو بل اړخ د وسلو او قوت ښودل او هم د یو بل په تاکتیکونو پوهېدل هم دي.
په تېرو پنځو لسیزو کې ایران او پاکستان په سویلي اسیا او منځنۍ ختیځ کې د ټولو هېوادونو په پرتله ډیرې نیابتې ډلې جوړې کړي او تر اوسه یې استعمالوي.
د دغه نیابتي ډلو څخه کله د لویو قوتونو د اهدافو لپاره هم کار اخلي او د لویو قوتونو څخه پرې پیسې اخلي.
ایران د مجاهدینو اته ډلې جوړې کړې وې او دا ډلې تر اوسه د ایران د نفوذ لاندې دي.
د عراق او سوريې په جګړو کې ایران په لسګونې نورې ډلې جوړې کړي، تر څو د ایران د ګټو لپاره په سیمه کې وجنګیږي.
د دغه ډلو یې مهمې ډلې په لبنان کې حزب الله، په عراق کې د صدر ملیشې، په یمن کې حوثي ډلې دي چې د اسراییلو په وړاندې یې استعمالوي.
په ایران کې د افغان شیعه ډلو څخه د فاطمیونو او د پاکستان د شیعه ګانو نه یې د زینبون په نوم لېواګانې جوړې کړې، چې په عراق او سوریه کې وجنګولې او اوس هم د دغو لېواګانو لپاره د جلب او جذب لړۍ په افغانستان او پاکستان کې روانه ده.
پاکستان هم د مجاهدینو او طالبانو څخه نېولې د ختیځې ترکستان اسلامي تحریک، حزب تحریر، د ازبکستان اسلامي تحریک، داعش، لښکر طیبه، جندالله، لښکر جنګوي، سپاه صحابه او داسې نورې جوړې، تربیه او استعمال کړي دي.
پاکستان دا ډلې په افغانستان، هند، او مرکزي اسیا کې تر اذربایجانه پورې استخدام کړي.
په مقابل کې نور هېوادونه هم چوپه خوله ناست نه دي او د خپلو اهدافو لپاره یېد یو او بل پر وړاندې پیاوړې کړې دي.
اسراییل لومړی حماس ډله له دې امله تقویه کړه، چې د یاسر عرفات په مشرۍ د فلسطین اداره کمزورې کړي.
هند هم د پاکستان په ضد بلوڅان او نورې ډلې په دننه پاکستان کې تقویه کولې.
لویو قوتونو لکه؛ امریکا، روسیې، چین او نورو هم د دغو ډلو او هېوادونو څخه د وخت د اړتیا په صورت کې مرسته غوښته او نیابتي جګړو ته یې دوام ورکړ.
امریکا له مجاهدینو څخه د شوروي اتحاد په ضد ګټه پورته کړه، هند او ایران د شمالي ټلوالې سره د طالبانو په ضد مرسته کوله.
دا جګړې یوازې زمونږ په سیمه کې نه وې، بلکې دا نیابتي جګړې په مرکزي او سویلي امریکا، ویتنام او افریقايي هېوادونو کې تر امریکا د لمنې کیوبا پورې دوام درلود.
که دا بحث خلاصه کړو، د جګړو د خبیثه دایرې تحلیل په دې نه کیږي چې څوک په حق دي او څوک په ناحق، بلکې هره خوا خپل ټول اقتصادي، پوځي، سیاسي او بشري منابع په دی خاطر استعمالوي، چې خپلې ګټې خوندي کړي.
اروپایانو چې په نژادي او مذهبي لحاظ سره ګډ ارزښتونه درلودل، هلته د ټولې نړۍ نه زیاتې جګړې شوي او نړۍواله لومړۍ او دویمه جګړه هم په اروپا کې پیل شوه.
ایران او عراق دوه اسلامي هېوادونه وو، چې ګډ دیني، مذهبي او فرهنګي ارزښتونه یې سره درلودل، خو په کلونو یې سره د خپلو ګټو په خاطر جګړه وکړه.
البته دین، مذهب، قوم، ژبه، نژاد او نور فرهنګي ارزښتونه د وسیلې په توګه استعمالیږي، چې د خپلو او یا نورو ولسونو په منځ کې ملاتړ تر لاسه کړي.
د نیابتي ډلو او جګړې خپلمنځي ورته والی:
پرون مې د اسراییل د لومړي وزیر خبرې واوریدې.
نوموړي ویل، چې د خدای په مرسته به کامیابیږي او ایران هم ویل چې د الاهي نصرت په وسیله به صیهونیستانو ته د عبرت درس ورکوي.
دواړو خواو د الله تعالی د ملاتړ او نصرت یادونه کوله.
کله چې داعش په ننګرهار کې زور واخیست، نو د بټي کوټ په سیمه کې د داعش یو کس د طالبانو پلوی حلالولو، نو مقتول او قاتل دواړو الله اکبر ویل.
په منځني ختیځ کې فلسطینیان او اسراییل د خپلو موخو لپاره بېلابېل دلایل لري.
کله یوه خوا مظلومه او کله بله خوا ظالمه وي.
ګورو عربي هېوادونه څنګه چې لازمه ده، د خپلو ګټو په خاطر د فلسطینانو ملاتړ نه کوي.
د دې تر شا هم تاریخي مخینه یا شالید شته، که څه هم اردن فلسطینانو ته ځای ورکړې و او له اردن څخه به یې په اسراییلو بریدونه کول، خو د فلسطینانو ملیشې چې تعداد یې زیات و، هڅه وکړه چې د اردن پاچاهي ونیسي.
د ۱۹۷۰زکال د سپتمبر په میاشت کې د فلسطینانو او د اردن د پاچا تر منځ جګړه پیل شوه، دغه میاشت د تور سپتمبر په نوم یادوي.
پنځلس زره فلسطینان ووژل شول، د سلو زرو په شاوخوا کې بې کوره او لبنان ته وشړل شول او همداسې د نورو عربي هېوادونو ترمنځ د تاریخ په اوږدو کې جګړې شوي او د یو بل د ځمکو ادعا لري.
په کویټ د عراق برید، د بحرین او سعودي ناورین، سوډان او نورو سیمو کې هم داسې جنجالونه شته.
پایله او حل لاره:
هوښیار ملتونه هغه دي، چې د نورو اهدافو لپاره خپل هېوادونه په نیابتي جګړو کې ښکیل نه کړي.
افغانستان چې د نړۍ د بل هر هېواد څخه په خاصه توګه په تېرو پنځو لسیزو کې د نیابتي جګړو قرباني دی، باید د نړۍ او هم د خپل تاریخ څخه او په خاصه توګه د تېرو پنځو لسیزو جګړو څخه چې زمونږ ژوندی تاریخ دی او د اکثرو افغانانو په حافظه کې دا جګړې ثبت دي، عبرت واخلي.
هغه هېوادونه او سیمې د نیابتي جګړو قرباني کیږي، چې په خپلو کې اختلاف ولري او د ملي ګټو په ځای سمتي، قومي، ژبني، مذهبي او شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي.
فلسطینان ځکه قرباني دي، چې په خپلو کې سره اختلاف لري.
اسراییل ځکه نیابتي جګړو کې راښکیل دی، چې اسراییل هم په خپلو کې ژور اختلاف لري.
ایران هم په نیابتي جګړو کې ځکه ښکیل دی، چې اخوندي رژیم اقتدار غصب کړی دی.
افغانستان هم ځکه د نیابتي جګړو ډګر دی، چې یوه ډله او یا یو شخص قدرت په اختیار کې درلود او لري.
افغانان که له تاریخ څخه څه زده نه کړي، افغانستان په دې موقف او قوت کې نه دی چې د نړۍ پالیسي او سیاسي مسیر بدل کړي.
د افغانانو لپاره به دا مهمه وي، چې د سیمې او نړۍ په نیابتي جګړو کې ځان ښکیل نه کړي.
دا کار یوازې هغه وخت کیدای شي، چې ټولې خواوې په ریښتیا سره د افغانستان ثبات وغواړي او د یو مشروع، قانونمند او ولسواکه نظام د جوړېدو لپاره په ګډه کار وکړي، تر څو ټول افغانان د قانون په چوکاټ کې په خپل هېواد کې د کار، ژوند او سیاست مساوي حقوق ولري.
یو بل نفي نه کړي، د قدرت انحصار باید د قدرت د دوام سیاست نه وي.
که نورهېوادونه د افغانانو اتحاد نه غواړي، له هغوی څخه ګیله هم نه ده پکار ځکه هر هېواد د خپلو ګټو لپاره کار کوي.
افغانان باید له نورو هېوادونو سره د روابطو په درشل کې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.
اوس نو دا په افغانانو پورې اړه لري، چې ایا په خپلو کې سره د تفاهم ژبه پیدا کولې شي او که نه؟
که افغانان په خپلو کې د تفاهم ژبه پیدا نه کړي، افغانان به هیڅکله د نیابتي جګړو د خبیثه دایرې څخه ځانونه خلاص نه کړای شي.
کله به افغانستان د نړۍوالو نیابتي جګړو او کله به د سیمه ایزو نیابتي جګړو ډګر وي او افغانان به د دغو جګړو لکه د پخوا پشان قرباني وي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.