په ۲۰۲۴ کال کې افغان مېرمنو ته د کوسوو د جمهوري ریاست د زړورتیا مډال ورکړل شو

AP ۱۴۰۳ وری ۲۷

د کوسوو د ولسمشر د زړورتیا مډال د "ښځو، سولې او امنیت د نړۍوالې شورا" تر سرلیک لاندې په یو لړ مراسمو کې افغان مېرمنو ته ورکړل شو.

د کوسوو ولسمشر ویسا عثماني دغه مډال زهرا نادر، مدینه دروازي، عارفه فاطمي او د افغان ښځو یو شمېر نورو استازو ته ډالۍ کړ.

دا فورم د امنیت او سولې په برخه کې د خبرو اترو او له جنسي تاوتریخوالي څخه د ژغورل شویو کسانو د غږ انعکاس په موخه جوړ شوی و.

د ښځو، سولې او امنیت دویمه نړۍواله غونډه د دوشنبی په ورځ (د وري ۲۷مه) د ۴۰ هېوادونو د څه باندې ۸۰۰ استازو په ګډون او د کوسوو د ولسمشر په حضور کې ترسره شوه.

زهرا نادر، د زن ټایمز مشره مدیرې وویل: "د اټکل له مخې شل میلیونه ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې دي. دوی د کار یا زده کړو لپاره د سفر کولو حق نه لري او حتا د جامو غوره کولو حق هم نه لري."

زهرا نادر وویل؛ د طالبانو ډلې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ ټول سیستمونه له منځه وړي او د دغې ډلې پر وړاندې تاوتریخوالی په ځانګړې توګه جنسیتي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په دې مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن، د سلوانیا ولسمشر، د البانیا ولسمشر او د شمېر نورو هېوادونو استازو په ګډون مشهورو نړیوالو شخصیتونو ګډون کړی و او په انلاین ډول یې ویناوې وکړې.

د کوسوو د زړورتیا ولسمشرۍ مډال په 2023 کې اوکرایني میرمنو ته ورکړل شوی و.

نور خبرونه

رادیو