شنبه‌های ارغواني غورځنګ: طالبان د امریکا د ۴۰مېلیون ډالري مرستې په کارونې سره ښځې ځپي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۵

شنبه‌های ارغواني غورځنګ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د مشر له خبرو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې طالبان د امریکا د اونیزې ۴۰ مېلیون ډالري مرستې په کارونې سره د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه ښځې په وحشتناکه توګه ځپي.

د دوی په وینا، طالبانو په دغو پېسو د خپلو انتحاري ځواکونو د غښتلتیا او له پولو هاخوا د عملیاتو د پراخوالي لپاره یې سلګونه جهادي مدرسې جوړې کړې دي.
دوی تر دې وړاندې هم د مارچ په ۸مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغې اونیزې ۴۰مېلیون ډالري مرستې د جزییاتو او راپورونو د خپرولو او خلکو سره یې د شریکولو غوښتنه کړې وه.
دوی د یوې خبرپانې په خپرولو سره لیکلي:« موږ باوري یو، چې تر دې دمه د طالبانو د پایښت یو لامل په نامستقیمه توګه له دغې ډلې د امریکا د حکومت ملاتړ دی، چې هره اونۍ یې حسابونو ته ۴۰مېلیونه ډالر استوي.»
دوی ادعا کړې، طالبان له دې وېره لري چې غړي یې د داعش ډلې له لیکو سره یوځای نه شي؛ نو له همدې امله د خلکو لوږې او بې وزلۍ ته په نه پاملرنې سره له بشري مرستو غلا کوي او د خلکو پیسې خپلو غړو ته د اختري، د کور د کرایې او د موټرو د پېرلو په نامه په بډه وهي او هغوی له ځانه سره ساتي.
د دوی په وینا، طالبان د اسراییل او فلسطین له مسالې په ګټې اخیستنې سره خپل غړي له پولو هاخوا ترهګریزو بریدونو ته هڅوي او په دې ډول خپلې ګټې ساتي او د خپلې واکمنۍ عمر اوږدوي.
دوی د امریکا له استازو جرګې غوښتي، چې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي او بشري مرستو ته د دغې «ترهګرې» ډلې لاسرسی بند کړي او د دغو مرستو د څرنګوالي په اړه له خپلو چارواکو پوښتنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو