رینا امیري: د جاپان له نړۍوالې همکارۍ ادارې مننه کوم، چې افغان ښځو ته نوي فرصتونو برابروي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۴

د افغانستان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د جاپان د نړۍوالې همکارۍ د ادارې (جایکا) څخه مننه کړې، چې د افغان مېرمنو لپاره یې د نویو کاري فرصتونو په برابرولو کې چمتوالی ښودلی.

رینا امیري پرون پنجشنبې په خپله اېکس پاڼه د جاپان لپاره د امریکا له سفیر او د هغه له همکارانو هم مننه کړې، چې د افغانستان په اړه یې د ګټورو غونډو زمینه برابره کړې ده.
اغلې امیري همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له پخواني ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو او د ساسکاوا د سولې د بنسټ له مشرې هوریبا سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې له دوی سره یې د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې کړې او ورڅخه یې مننه کړې، چې د افغانستان په اړه یې خپلې هڅې روانې ساتلې دي.

نور خبرونه

رادیو