طالبانو له سپکاوي او رټلو په ډک چلند سره د ګل غونډۍ مېلې ته د ښځو د ورتګ مخه نیولې
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/7f8b401df13f20422df1e7926845de27400a66c1-1020x459.jpg?rect=102,0,816,459&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان انټرنشنل یو اورېدونکی وایي، چې د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو د اختر په ورځو په پروان ولایت کې د ګل غونډۍ مېله ځای ته د ښځو د ورتګ مخه نیولې ده. د هغه په وینا، طالبان له « دغو باحجابه ښځو او کورنیو سره یې ډېر له سپکاوي ډک چلند کړی.»
دغې باوري سرچینې ویلي، چې د امر بالمعروف مامورینو باحجابه ښځې او د دوی محرم’ وځورول.
هغه زیاته کړه:« د طالبانو مامورینو خلکو او په ځانګړې توګه ښځو سره ډېر بد او له سپکاوي ډک چلند وکړ او هغوی ته یې ډېرې سپکې سپورې هم وویلې.»
ګل غونډۍ د کابل شمال خوا د چاریکارو ښار ته نږدې په پروان ولایت کې پرته سیمه ده، چې هرکال خلک ورته د پسرلي په موسم او په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې له خپلو کورنیو سره ورځي.
طالبانو پارکونو او مېله ځایونو ته د ښځو تګ منعه کړی دی.
دغې ډلې د تېر کال په پسرلي کې هم دغې غونډۍ ته د ښځو تګ منعه کړی و.
د افغانستان انټرنشنل دغه اورېدونکي ویلي، چې مېله ځایونو ته د طالبانو لهخوا د کورنیو د تګ مخنیوي« دردوونکې» خبره ده.