واعظ‌زاده بهسودي له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر کړي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۳

یوه شیعه عالم ایت الله واعظ‌زاده بهسودي له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

نوموړی وايي، چې له «زده‌کړو» انکار نه شي کیدی ځکه چې زده‌کړه یو «نیک کار» دی او «څوک چې یو ښه کار وکړي، هغه که نارینه وي یا ښځینه، خدای به هغه ته ښه ژوند ورکړي.»

په هغې ویډیو کې چې موږ ته رسېدلې، ښاغلی بهسودي د اختر په لمانځه کې د وینا پر مهال وايي، هغه د زده‌کړو د ګډو ټولګیو مخالف دی او «د زده‌کړو ځای باید اسلامي وي، د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا وي.»

نوموړی وایي، د حل لاره دا ده چې طالبان له نړۍ وغواړي چې «که د نارینه و لپاره لس زره لېسې لرو باید د نجونو لپاره هم لس زره لېسې ولرو.»

ایت الله واعظ‌زاده بهسودي وايي: «د نجونو لپاره د مناسب چاپیریال د نه شتون په پلمه موږ نه شو کولی د ټولنې له نیمایي څخه زیاته برخه له زده‌کړو چې د دوی شرعي، قانوني او بشري حق دی، بې برخې کړو.»

نوموړی په خپلو خبرو کې زیاتوي،چې د هلکانو او نجونو لپاره د پوهنتونونو، ښوونځیو او زده‌کړو موسسو د جلا کېدو له امله یوې لویې بودیجې او لویو بشري سرچینو ته اړتیا ده، چې افغانستان یې د پوره کولو وس نه لري. خو وايي، که دغه بنسټونه وتړل شي، «ښه خبره نه ده.»

هغه په ټینګار سره له طالبانو وغوښتل چې نجونو ته دې په جلا چاپیریال کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول.

د یو شمېر اسلامي هېوادونو او اسلامي نړۍ د عالمانو په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز غندلی او د دې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

نور خبرونه

رادیو