تمنا زریاب پریاني منیژه صدیقي ته: زه خواشینۍ یم چې ستا د ازادۍ مبارکي درکولی نه شم

د ښځو د حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني وایي؛ سره له دې چې د طالبانو له بند څخه د منیژې صدیقي په خوشې کېدو خوشاله ده، خو د هغې د ازادۍ مبارکي ویلی نه شي. نوموړې وایي، چې طالبانو د افغانستان خلکو ته دغه هېواد په لوی زندان بدل کړی دی.





