حامد کرزی: ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۱

د افغانستان پخواني ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، چې د هېواد ابادي او پرمختګ له تعلیم پرته ناشونی دی.
نوموړي یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو لپاره دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه د کوچني اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو غوښتنه کړې.
نوموړی غوښتنه کوي، چې د نجونو او هلکانو زده‌کړو ته دې اساسي پاملرنه وشي او ژر تر ژره دې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیستل شي.
نوموړي په خپل دغه پیغام کې ویلي، د هېواد پرمختګ او ابادي له تعلیم پرته ناممکنه ده.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون نړۍوالې ټولنې، ګڼو هېوادونو او افغانانو په یوه خوله په ځلونو له طالبانو زده‌کړو ته د نجونو د اجازې ورکولو غوښتنې کړې؛ خو تر دې مهاله دغه ډله مېلینونو نجونو ته د زده‌کړو د اجازې ورکولو په اړه چوپ پاتې دي او هره پلا یې په دې برخه کې خلکو ته دروغ ویلي.

نور خبرونه

رادیو