په ایران کې یو شمېر افغان کډوال: ایراني پولیس د قانوني اسنادو سربېره هم افغانان وباسي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۰

په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو د افغانستان انټرنشنل فارسي څانګې ته ویلي، چې د اوسېدو د قانوني اسنادو سربېره هم د ایران پولیس افغان کډوال نیسي او له دغه هېواده یې وباسي.

د دوی په وینا؛ یو شمېر پولیس په شخصي لباس کې د ایران په عامه ځایونو کې افغان کډوال نیسي او زندانونو ته یې بیايي.

یو شمېر کډوالو افغانستان انټرنشنل - فارسي ته په لېږل شوي یاداشت کې لیکلي، چې پولیس د افغان کډوالو د نیولو پر مهال قانوني اسنادو لکه؛ پاسپورت، وېزې او د اوسېدو کارتونو ته پام نه کوي.

یو تن کډوال چې نیول شوی و، په یوې ویډیو کې چې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې پاسپورت او ویزه لري؛ خو د ایران اسلامي جمهوریت پولیسو هغه نیولی او له هېواده یې شړي.

نوموړي په دغه ویډیويي پیغام کې ویلي، کله چې کډوال د تهران په یوه بازار کې د لوی اختر د سودا د پېرلو لپاره ځي، پولیسو یې پېژني او نیسي یې.

په دې ویډیو کې دا هم لیدل کیږي، چې پولیس کډوال په یوه وین موټر سره لېږدوي او په یوه خونه کې یې بندیان کړي دي.

افغان کډوال له ایران څخه په زوره د کډوالو د ایستلو شکایت کوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد هره ورځ سلګونه افغان کډوال توقیف او شړلي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو په وار - وار ټینګار کړی، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو پلان ته په جدي توګه دوام ورکوي؛ خو په تېر کال کې پاکستان او ایران لسګونه زره افغان کډوال په زوره ایستلي دي.

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو دغه اقدام د نړۍوالې ټولنې له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

د کډوالو نړۍوالې ادارې ویلي، چې د کډوالو جبري ویستل د ټولو نړۍوالو کنوانسیونونو خلاف عمل دی.

نور خبرونه

رادیو