د طالبانو کډوالو وزارت: له پاکستان څخه لسګونه افغان کډوال راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه ۳۳ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي.

دغه کډوال د ډیورنډ کرښې د تورخم له لارې له پاکستانه راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د دوشنبې ورځ د (وري ۲۰مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې د وري ۱۹مه نېټه هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.

کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.

د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ۱۴۰۲ کال کې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته یونیم ميلیون کډوال راستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت په تازه اعلان کې ويلي چې له کوچني اختر وروسته د روانې اپریل میاشتې له ۱۵نیتې وروسته به یو ځل بیا د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړي.

په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو